حکومت په برآمدات اډانه نمو ترلاسه كولو له لوظي دے، په پاکستان کښې د ډچ كمپنو د سرمايه كارۍ به هركلے كولې شي ۔ د خزاني وزير د هالېنډ سفیرې سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزیر سینیټر محمد اورنګزیب په برآمدات اډانه نمو په اړه د حکومت د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي نجي څانګه د پرمختګ اصل محرك ده ، کلیدی معاشی اشاری د معیشت د سم پلو روانېدو عکاسی كوي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د نیدرلینډز سفیري هینی ډي فرېس سره د خزاني وزارت كښې ملاقات كښې وكړه ۔د ملاقات …

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزیر سینیټر محمد اورنګزیب په برآمدات اډانه نمو په اړه د حکومت د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي نجي څانګه د پرمختګ اصل محرك ده ، کلیدی معاشی اشاری د معیشت د سم پلو روانېدو عکاسی كوي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د نیدرلینډز سفیري هینی ډي فرېس سره د خزاني وزارت كښې ملاقات كښې وكړه ۔د ملاقات په مهال دواړو ډلو د شريكي خوښي په چارو او دوه اړخيزه معاشی مرستي لا قوي كولو په امکانات خبرې وكړې۔د خزاني وزير د پاکستان په موجودہ معاشی صورتحال او حکومتی اصلاحاتي ایجنډې څخه سفیره خبر كړه او په خاص توګه د معیشت په مهمو څانګو يې رڼا واچوله۔ده په كوټلي پیداوار او برآمدات اډانه پرمختګ لپاره د حکومت د عزم څرګندونه وكړه او په دې خبره ئې زور راوړو چې نجی څانګه د معیشت د پرمختګ اصل محرك ده۔ده د پاکستان پرمختګ او صلاحیت زياتولو بېلو منصوبو كښې د نیدرلینډز تکنیکی او مالي مرسته وستائېله۔سینیټر اورنګزیب پاکستان كښې د نیدر لینډز کمپنی د خوښۍ او سرمایه كارۍ هركلے وكړو او غير ملکی سرمایه کارۍ لپاره د آسانيو پیدا کولو او ښه کاروباری ماحول وركولو لپاره يې د حکومتی عزم پخلے وكړو۔سفیري هینی ډی فرېس د حکومت معاشي اصلاحات او به برآمدات اډانه پالیسۍ وستائېلي او د پاکستان معاشی پرمختګ لپاره يې د نیدرلینډز د مرستې پخلے وكړو۔دي په بېلو څانګو كښې د مرستي زياتولو هم خواهش څرګند كړو۔

مزید خبریں