اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) صدر مملكت اصف علي زرداري چين سره د سفارتي اړيكو په 74مه سالګره د پاکستان او چين وګړو ته مبارکي ورکولو سره وئيلي دي پاکستان د چين سره خپلو تاریخي اړیکو ته د قدر په سترګه ګوري، چين سره اړیکې د پاکستان د خارجه پالیسۍ یوه مهمه برخه ده۔ د شورو په ورځ د ایوان صدر د پرېس ونګ د اړخه جاري بيان …
پاکستان د چين سره تاريخي اړيکو ته د قدر په سترګه ګوري، چين سره اړيکې د پاکستان د خارجه پالیسۍ يوه مهمه برخه ده۔صدر مملكت آصف علي زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) صدر مملكت اصف علي زرداري چين سره د سفارتي اړيكو په 74مه سالګره د پاکستان او چين وګړو ته مبارکي ورکولو سره وئيلي دي پاکستان د چين سره خپلو تاریخي اړیکو ته د قدر په سترګه ګوري، چين سره اړیکې د پاکستان د خارجه پالیسۍ یوه مهمه برخه ده۔ د شورو په ورځ د ایوان صدر د پرېس ونګ د اړخه جاري بيان كښې صدر مملكت ووئيل پاکستان د “یو چین” پالیسۍ د اصولي موقف په زړه پوري ملاتړ كوي، په تیرو 7 لسیزو کښې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې لا قوي شوي ۔ ده ووئيل پاکستان او چین خپلو كښې د وروڼو په شان او ستراتیجكي همکاري لري، د پاکستان او چین سدا بهار ملګري دي، په هر سخت وخت کښې د پاکستان په مرسته كولو د چین حکومت او اولس مننه کوو۔ ده ووئيل د پاکستان په اقتصادي او معاشي پرمختګ کښې چین مهم كردار لري او پاك-چین مثالي اړيكي لري كومي چې په شريك احترام او ښه نیت اډانه دي ۔ اصف علي زرداري ووئیل دواړه وروڼه هیوادونه په سیمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول موقف لري ۔ ده ووئيل چین د پاکستان د دفاعي سکټر په قوي كولو كښې مهم كردار ترسره كړے، ده ووئيل پاکستان غواړي چې د چین سره معيشت، ټیکنالوجي، دفاع، تعلیم او تجارت په څانګو كښې دوه اړخیزه اړیکې نورې هم قوي كړي ۔ صدر مملكت په سباؤن كښې د چین سره د اړیکو د لا پراختیا د عزم پخلي كولو سره د پاك-چین د سفارتي اړيكو د 74مي سالګري په مناسبت سره د چین قيادت او اولس له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔










