صدرآصف علي زرداري خضدار كښې د سکول په بس د ترهه ګرۍ د بريد غندنه وكړه،د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري بلوچستان كښې د هند مرستياله ترهه ګرو د اړخه د سکول په بس د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه كولو سره ووئيل هند د پاکستان په ضد د ترهه ګرۍ مرسته كوي۔د شورو په ورځ د ایوانِ صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت په پېښه كښې شهيدو شوو كسانو كورنيو سره …

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري بلوچستان كښې د هند مرستياله ترهه ګرو د اړخه د سکول په بس د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه كولو سره ووئيل هند د پاکستان په ضد د ترهه ګرۍ مرسته كوي۔د شورو په ورځ د ایوانِ صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت په پېښه كښې شهيدو شوو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل سکول ته په تلونكو ماشومانو بريد د انسانیت په ضد لويي جرم دے۔ صدر مملکت ووئيل د هند مرسته لرونكو هګرو به بشپړه خاتمه كولې شي او پاکستان كښې د هند مرستياله ترهه ګري به په نړيواله كچه په ډاګه كولې شي۔ده ووئيل هند په پاکستان كښې د ترهه ګرۍ كاروائيو لپاره د ترهه ګرو مرسته كوي۔ صدر مملکت ووئيل ترهه ګر د تعلیم او انسانیت دښمنان دي او د هېواد پرمختګ او د صوبې د سوكالۍ هم دښمنان دي ۔ده ووئيل ترهه ګر د بلوچستان پرمختګ زغملے نشي

مزید خبریں