اسلام آباد 20مئی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټيكس غلا او د قاچاق مخ نيوي لپاره د لا اقدامات سمدستي او موثر نفاذ امر كولو سره وئېلي دي د 70 كلونو خرابي لرې لپاره سخت اقدامات ته اړتيا ده٬ټيكس وركوونكو كسانو او كاروبار ته به د زياتو نه زياتې آسانۍ وركولې شي٬ د ټيكس غلا كوونكي كسان او كاروبار د كوم رعايت مستحق نه دي۔د نهې په ورځ د …
د ټيكس غلا كوونكې كسان او كاروبار د كوم رعايت مستحق نه دي ٬ د مصنوعي زېركتيا په كارولو به د ټيكس غلا او د قاچاق مخ نيوے كولې شي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 20مئی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټيكس غلا او د قاچاق مخ نيوي لپاره د لا اقدامات سمدستي او موثر نفاذ امر كولو سره وئېلي دي د 70 كلونو خرابي لرې لپاره سخت اقدامات ته اړتيا ده٬ټيكس وركوونكو كسانو او كاروبار ته به د زياتو نه زياتې آسانۍ وركولې شي٬ د ټيكس غلا كوونكي كسان او كاروبار د كوم رعايت مستحق نه دي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېف بي آر چارواكو او روانو اصلاحاتو د جاج اغستو غونډه وشوه۔په غونډه كښې وفاقي وزيران اعظم نذير تارړ٬احدم خان چيمه٬محمد اورنګزېب٬عطاﺀ الله تارړ٬د اېف بي آر چيئرمېن او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو ۔ وزيراعظم غونډې ته د خطاب كولو په مهال ووئيل د ايف بي آر ډيجيټائزېشن او د خود كار نظام جوړولو لپاره اقدامات په تندۍ سره روان دي۔ده ووئيل د 70 كلونو خرابي سمولو لپاره سخت اقدامات ته اړتيا ده٬ټيكس وركوونكې كسان او كاروبار ته به د زياتو نه زياتې آسانۍ وركولې شي٬ د ټيكس غلا كوونكي كسان او كاروبار د كوم رعايت مستحق نه دي٬ د ټيكس غلا كوونكي كسان او كاروبار په ضد به موثره قانوني كاروائي كولې شي۔وزيراعظم د ايف بي آر او د دې مرستياله قانون نافذ كوونكو ادارو د ټيكس آمدن كښې د اضافې هڅې وستائېلې۔غونډې ته ووئېل شول په هېواد كښې د سيلز ټيكس غلا مخ نيوي لپاره نېشنل ټارګټنګ سسټم معارفي كولې شي٬د دې نظام له مخې د څيزونو تګ راتګ كښې شامل ګاډي د اي ټيګ او ډيجيټل ډيوائس د لارې به نيغ په نيغه ټريك كولې شي۔د دې نه علاوه اي-بلټي نظام هم معارف كولې شي كوم چې ايف بي آر په سسټم جاري كولې شي٬د هېواد په ټولو لويو لارو او ښارونو كښې داخلېدو په ځايونو به ډيجيټل مانيټرنګ سسټم نصب كولې شي٬ دې اقدام څخه به د قاچاق او سيلز ټيكس د غلا خاتمه اوشي ٬ ياد شوي نظام څخه به د معيشت ډيجيټائزېشن ممكن شي او محصولات كښې به خاطر خواه اضافه وشي۔غونډې ته ووئېل شول په بندر ځايونو او هوائي اډو د برآمدات ډيجيټل او خود كاره نګرانۍ لپاره كسټم ټارګټنګ سسټم معارف كولې شي٬دا نظام به ځايې او نړيوال ډيټا بيس سره تړلې شي او مصنوعي ذهانت كارولو سره به د ټيكس غلا او د قاچاق مخ نيوي كولې شي۔غونډې ته ووئېل شول دا نظام به دوو پړاونو كښې نافذ كولې شي٬وړومبي پړاؤ كښې به د كوم لويې ښار څخه دا پائلټ پراجيكټ پیل كولې شي او د دې نه پس به دا په ټول هېواد كښې نافذ كړے شي۔










