اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې فاقی وزیر ډاكټر مصدق ملك سره د نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډی ایم اے) چیئرمېن لیفټیننټ جنرل انعام حیدر ملك ملاقات وکړو چې پكښې په هېواد كښې د زيات شوې درجه حرارت او ممکنه سېلاب خطرو ترمخه د پشكال سیزن لپاره د چمتوالي نيولو جاج واخستلے شو۔د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون وزارتِ جاري شوې …
د موسمياتي بدلون وفاقی وزیر سره د نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی چیئرمېن ملاقات، د پشكال سیزن لپاره د چمتوالي نيولو جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې فاقی وزیر ډاكټر مصدق ملك سره د نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډی ایم اے) چیئرمېن لیفټیننټ جنرل انعام حیدر ملك ملاقات وکړو چې پكښې په هېواد كښې د زيات شوې درجه حرارت او ممکنه سېلاب خطرو ترمخه د پشكال سیزن لپاره د چمتوالي نيولو جاج واخستلے شو۔د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون وزارتِ جاري شوې بیان له مخې د این ډی ایم اے چیئرمېن وفاقی وزیر د موجودہ درجه حرارت صورتحال او د سېلاب ممکنه پیشنګوئیو څخه خبر كړو۔ده ووئيل سږ كال د معمول څخه زيات درجه حرارت توقع ده او شمالی سيمو كښې د درجه حرارت زياتيدو په وجه د ګلیشیئرز ويلي كيدو رفتار زياتيدو اندېښنه ده كوم چې اباسين كښې د سېلاب سبب جوړيدے شي۔ ملاقات كښې د موسمیاتی پیشنګوئی، مشاورتی انتباہ او د حتمي تصدیقی آؤټ لك په اړه خبري اتري وشوې ۔دا نظام د خطر په وخت خبرتيا او كوټلو اقداماتو منصوبه بندی ممکن كوي۔










