حېدرآباد۔ 21 اپریل (اے پی پی) د مذهبي چارو او د بېن المذاهب همغږۍ وزير مملكت کھیئل داس کوهستانی وئيلي دي چې په پاكستان كښې د ټولو مذهبونو منونكو ته يو برابر حقونه ترلاسه دي او هم دا د بېن المذاهب همغږۍ ٬ د هېواد د پرمختګ او استحكام ضامن دي ، په غزہ او کشمیر كښې روان ظلم او زياتې بايد په سمدستي توګه بند كړې شي۔ د حېدر …
په غزه او كشمير كښې روان ظلمونه بايد فوري بند كړې شي: کھیئل داس کوهستانی

مزید خبریں
حېدرآباد۔ 21 اپریل (اے پی پی) د مذهبي چارو او د بېن المذاهب همغږۍ وزير مملكت کھیئل داس کوهستانی وئيلي دي چې په پاكستان كښې د ټولو مذهبونو منونكو ته يو برابر حقونه ترلاسه دي او هم دا د بېن المذاهب همغږۍ ٬ د هېواد د پرمختګ او استحكام ضامن دي ، په غزہ او کشمیر كښې روان ظلم او زياتې بايد په سمدستي توګه بند كړې شي۔ د حېدر آباد په ګرونانك دربار كښې دستوره ته خپل خطاب كښې کھیئل داس کوهستانی ووئيل چې مونږ تل د هېواد سلامتيا ٬ سوكالۍ او پاك پوځ لپاره دعا كوو۔ کھیئل داس کوهستانی ووئيل چې كله ما د وزارت منصب ترلاسه كړو نو دغه وخت د روژې مياشت وه او په دغه مهال د هولي اختر هم ؤ۔ د هر مذهب منونكي دې خپل خپل اخترونه آزادۍ سره ولمانځي۔ او هم دا د دې خبرې ثبوت دے چې مونږ د يو بل د عقيدو احترام كوو۔ د وېساکھی مېلې په موقعه هند او نورو هېوادونو څخه د زرګونو په شمېر راغلې ياتريانو ذكر كولو سره ده وئيل وزيراعظم ښكاره هدايات وركړې دي چې څومره هم ياتري راغلي دي هغوي لپاره دې آسانۍ باوري كړې شي۔ ده ووئيل مونږ د كوم هم مذهب منونكو سره زياتې زغملې نه شوو۔ په نړيوالو ظلمونو د افسوس څرګندونه كولو سره ده ووئيل په غزه او كشمير كښې روان ظلم او زياتې دې په سمدستي توګه بند كړې شي۔ د ګردوارے جوړولو په اړه ده ووئيل دا هندو ورورولۍ په خپله جوړه كړې ده او د ګردې نړۍ سكھانو او هندوانو ته يۍ بلنه وركړې چې هغوي دې راشي او د ګرو د كرپا دې مشاهده وكړي۔ ده ووئيل كه څوك هم د دې ګردوارې زيارت كول غواړي نو ما ته دې ووائي زه به ورته وېزا پخپله وركړم۔ په دې موقعه د هېواد سلامتيا لپاره دعاګانې هم وكړې شوې۔







