پېښور 02 جنوري (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټۍ (اے اين پي) مركزي صدر ايمل ولي خان د مركزي كونسل غړي حبيب ماما(خانوزئي ٬پشين)په مرګ د غم دړد څرګندونه كړی۔د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ده ووئيل اروښاد د قامي تحريك يو سرګرم غړے او د باچا خان رېښتونے پيروكار ؤ ٬ارواښاد د پارټۍ سره هر ډول حالات كښې ثابت قدم او په عزم سره ولاړ ؤ ٬د هغه مرګ …
د اے اين پي مركزي صدر ايمل ولي خان د مركزي كونسل غړي حبيب ماما(پشين)په مرګ د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
پېښور 02 جنوري (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټۍ (اے اين پي) مركزي صدر ايمل ولي خان د مركزي كونسل غړي حبيب ماما(خانوزئي ٬پشين)په مرګ د غم دړد څرګندونه كړی۔د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ده ووئيل اروښاد د قامي تحريك يو سرګرم غړے او د باچا خان رېښتونے پيروكار ؤ ٬ارواښاد د پارټۍ سره هر ډول حالات كښې ثابت قدم او په عزم سره ولاړ ؤ ٬د هغه مرګ د هغه كورنۍ سره سره د عوامي نېشنل پارټۍ لپاره هم يو لويې غم دے۔ عوامي نېشنل پارټي د هغه كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه كوي۔ده دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي










