د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره پرېس كلب بنو ٬ ميريان او د ډسټركټ پرېس كلب لكي مروت پلاوي ملاقات

پیښور 02 جنوري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د بنو او ميريان تحصيل پرېس كلب او د ډسټركټ پرېس كلب لكي مروت پلاوي د فرزند علي وزير په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے چې پكښې د تحصيل پرېس كلب بنو صدر سيد كمال شاه٬د تحصيل پرېس كلب ميريان صدر نياز علي خان٬آفتاب خان٬فاروق سكندري٬رحمت الله شباب٬پخواني جنرل سېكرټري عبدالسلام بيتاب٬ممبر هدايت الله٬ د …

پیښور 02 جنوري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د بنو او ميريان تحصيل پرېس كلب او د ډسټركټ پرېس كلب لكي مروت پلاوي د فرزند علي وزير په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے چې پكښې د تحصيل پرېس كلب بنو صدر سيد كمال شاه٬د تحصيل پرېس كلب ميريان صدر نياز علي خان٬آفتاب خان٬فاروق سكندري٬رحمت الله شباب٬پخواني جنرل سېكرټري عبدالسلام بيتاب٬ممبر هدايت الله٬ د ډسټركټ پرېس كلب لكي مروت صدر غلام اكبر مروت٬ظفر خان٬حافظ منهاج الدين او نور هم موجود وو۔پلاوي ګورنر فيصل كريم كنډي د سوئېلي ضلعو خبريالانو ته د ورمخې ته شوو ستونزو نه خبركړو۔خبريالانو ګورنر فيصل كريم كنډي خخه د وفاق څخه مالي ګرانټ وايكسپوزر وزټ او 10 خبريالانو ته د عمرې ادائيګۍ د منظورۍ غوښتنه هم وكړه ۔ د تحصيل پرېس كلب ميريان او بنو نوې ټاكلې كابينې څخه سوګند پورته كولو لپاره ګورنر فيصل كريم كنډي څخه د بنو دورې كولو درخواست وكړو ۔ګورنر د سوئيلي ضلعو ټولو خبريالانو ته د ورمخې ته شوو مسئلو په سمدستي حل او وفاق څخه د ګرانټ د منظورۍ وعده وكړه ۔فيصل كريم كنډي ووئېل خبريالانو ته به جديد آسانۍ وركولو لپاره ټول وسائل كارولې شي٬دغسې خبريالانو لخوا د وړاندې كړو ټولو غوښتنو منظوري وركړی شوه ۔ده ووئيل د ګورنر هاؤس دروازې د خبريالانو لپاره هر وخت پرانستې پرتې دي٬د اولس لپاره په اونۍ كښې دوه ورځې ملاقات لپاره ګورنر هاؤس پرانستے وي دغسې چې اولس خپل مسائل تر ګورنر ورسوي۔

مزید خبریں