د 9 مئي 2023ء پېښې 19 مجرمانو په سزاګانو كښې د معافۍ اعلان

پينډۍ 02 جنوري (اے پي پي) د 9 مئي 2023ء پېښې 19 مجرمانو په سزاګانو كښې د معافۍ اعلان شوے۔د 9 مئي پېښې په سزاګانو د عمل درآمد په مهال مجرمانو د قانوني حق استعمالولو سره د رحم او معافۍ پټېشنز دائر کړي ۔د آئي اېس پي آر له مخې په مجموعي توګه 67 مجرمانو د رحم پټېشنز دائر کړي۔48 پټېشنز قانوني کارروائي لپاره”کورټس آف اپيل“ كښې د نظرثانۍ لپاره …

پينډۍ 02 جنوري (اے پي پي) د 9 مئي 2023ء پېښې 19 مجرمانو په سزاګانو كښې د معافۍ اعلان شوے۔د 9 مئي پېښې په سزاګانو د عمل درآمد په مهال مجرمانو د قانوني حق استعمالولو سره د رحم او معافۍ پټېشنز دائر کړي ۔د آئي اېس پي آر له مخې په مجموعي توګه 67 مجرمانو د رحم پټېشنز دائر کړي۔48 پټېشنز قانوني کارروائي لپاره”کورټس آف اپيل“ كښې د نظرثانۍ لپاره لېږلې شوي۔ د 19مجرمانو پټېشنز خالص په بشري بنيادونو د قانون له مخې منظور کړے شوي۔ دائر کړے شوو نورو د رحم پټېشنز باندې عملدرآمد به مقرره موده كښې د قانون له مخې كولې شي۔د 19 مجرمانو د كومو سزاګاني چې معاف کړے شوي په هغې كښې محمد اياز د پلار نوم ئې صاحبزاده خان،سميع الله د پلار نوم ئې ميرداد خان،لئيق احمد د پلار نوم منظور احمد،امجد علي د پلار نوم منظور احمد،ياسر نواز د پلار نوم امير نواز خان،سعيد عالم د پلار نوم معاذالله خان،زاهد خان د پلار نوم محمد نبي،محمد سليمان د پلار نوم سعيد غني جان،حمزه شريف د پلار نوم محمد اعظم ، محمد سلمان د پلار نوم زاهد نثار،اشعر بټ د پلار نوم محمد ارشد بټ، محمد وقاص د پلار نوم ملك محمد خليل،سفيان ادرېس د پلار نوم ادرېس احمد،منيب احمد د پلار نوم نويد احمد بټ،محمد احمد د پلار نوم محمد نذير،محمد نواز د پلار نوم عبدالصمد،محمد علي د پلار نوم محمد بوټا،محمد بلاول د پلار نوم منظور حسين اور محمد الياس د پلار نوم ئې محمد فضل حليم شامل دي ۔دغه مجرمان به د ضابطې کارروائي نه پس خوشي كولې شي۔ڼور ټول مجرمان هم د اپيل کولو او قانون او آئين له مخې نور قانوني حقونه لري۔د سزاګانو معافي زمونږ لپاره د منصفافه قانوني عمل او قوي انصاف ثبوت دے۔

مزید خبریں