پېښور 22 دسمبر (اے پي پي) د عوامي نېشنل ګوند (اے اين پي) مرکزي صدر ايمل ولي خان وئيلي دي چې د امن علمبردار شهيد بشير احمد بلور ته په 12م تلين پيرزوئنې وړاندې كوم، شهيد بشير احمد بلور د ټول پښتون قوم لپاره د بهادرۍ او خذمت علامت ؤ۔پخواني صوبائي وزير بشير احمد بلور شهيد 12م تلين په موقع په خپل پيغام كښې ايمل ولي خان ووئيل د ترهه …
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي صدر ايمل ولي خان د پخواني صوبائي وزير بشير احمد بلور شهيد په 12م تلين پيغام

مزید خبریں
پېښور 22 دسمبر (اے پي پي) د عوامي نېشنل ګوند (اے اين پي) مرکزي صدر ايمل ولي خان وئيلي دي چې د امن علمبردار شهيد بشير احمد بلور ته په 12م تلين پيرزوئنې وړاندې كوم، شهيد بشير احمد بلور د ټول پښتون قوم لپاره د بهادرۍ او خذمت علامت ؤ۔پخواني صوبائي وزير بشير احمد بلور شهيد 12م تلين په موقع په خپل پيغام كښې ايمل ولي خان ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد بشير احمد بلور شهيد د مړاني هلي ځلي زمونږ لپاره د لارې مشعل دے۔هغه په عملي توګه ثابته كړې چې د باچا خان پيروکار چرې ههم د دهشت په وړاندې سر نه ټيټوي۔ د پښتون په خ اوره امن لپاره د هغه قربانۍ به تاريخ كښې ياد ساتلے شي۔ پښتونخوا اولس موجوده حالاتو كښې د شهيد بشير بلور کمې شدت سره محسوسوي۔ ايمل ولي خان ووئيل مونږ له به د خپلو شهيدانو قربانۍ ياد ساتلو سره د امن خواب په حقيقت كښې بدلول وي،نن يو ځل بيا د صوبے اولس د عدم تحفظ ښکار او د ترهه ګرۍ سره مخ شوي۔ده ووئيل عوامي نېشنل ګوند به د قومي تحريك شهيدانو قربانۍ چري هم هيري نه كړي، شهيد امن بشير بلور د تلين په موقع عزم کوو چې د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ هلي ځلي به جاري وي۔









