د ترکيې اولس مشر رجب طیب اردوان به پھ 5مه جنورې فرانس ته ځي

استنبول 01 جنوری (اے پی پی) د ترکيې اولس مشر رجب طیب اردوان به د روان كال په وړمبۍ دوره فرانس ته ځي۔ د ترکيې ميډيا له مخې اولس مشر رجب طیب اردوان به په پیرس كښې د خپل همڅنګ امانوئیل ماکرون سره ملاقات كوي ۔ د ترکیې صدارتی وياند ابراهیم قالن وئيلي دي چې اولس مشر اردوان به د ملاقات په مهال د مقبوضه بیت المقدس، سوريې ، عراق …

استنبول 01 جنوری (اے پی پی) د ترکيې اولس مشر رجب طیب اردوان به د روان كال په وړمبۍ دوره فرانس ته ځي۔ د ترکيې ميډيا له مخې اولس مشر رجب طیب اردوان به په پیرس كښې د خپل همڅنګ امانوئیل ماکرون سره ملاقات كوي ۔ د ترکیې صدارتی وياند ابراهیم قالن وئيلي دي چې اولس مشر اردوان به د ملاقات په مهال د مقبوضه بیت المقدس، سوريې ، عراق او د ترهه ګرۍ په ضد د هلو ځلو پشمول په سيمه ايزو سرخطونو او ترکیې، اروپائي ائتلاف په اړيكو خبرې اترې كوي۔ ده ووئيل د ترکيې اولس مشر د فرانس دوره به د دواړه هېوادونو شريكو اړيكو ته د ودې وركولو په اړه مرستياله وګرځي۔

مزید خبریں