په مني پور رياست كښې د تشدد ذمه وار وزيراعظم مودي دے، کانګريس

نوے ډيلے 12 ستمبر (اے پي پي) کانګريس وئيلي دي په مني پور رياست كښې د تشدد ذمه وار وزيراعظم مودي دے٬ د كورنيو چارو مركزي وزارت د مني پور په معامله كښې پاتې راغلے٬ دې لپاره داخله وزير اميت شاه اخوا كول پكار دي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د کانګريس وياند او د سوشل ميډيا مشر سپريا شرينيټ ميډيا ته ووئيل مودي د نړۍ يو شمېر هېوادونو …

نوے ډيلے 12 ستمبر (اے پي پي) کانګريس وئيلي دي په مني پور رياست كښې د تشدد ذمه وار وزيراعظم مودي دے٬ د كورنيو چارو مركزي وزارت د مني پور په معامله كښې پاتې راغلے٬ دې لپاره داخله وزير اميت شاه اخوا كول پكار دي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د کانګريس وياند او د سوشل ميډيا مشر سپريا شرينيټ ميډيا ته ووئيل مودي د نړۍ يو شمېر هېوادونو دورې كړې خو ھغه ته د مني پور دورې كولو موقع نه ده ترلاسه شوې۔ ده ووئيل 16 مياشتې وشوې چې مني پور كښې اور لګېدلے دے۔ د يادونې وړ ده مني پور كښې تېر كال د مئي په درېمه نيټه حالات كړكېچن دي او تر اوسه د 200 نه زيات كسان مړه شوې دي