ولادي ووسټك 05 ستمبر (اے پي پي) د روسيه صدر ولاديمير پيوټن وئيلي دي د موجوده امريكائي صدر جوبائيډن د صدارتي زغل نه بهر كېدو نه وروستو روسيه د كملا هېرس ملاتړ كوي٬ ولادي ووسټك كښې د ايسټرن اكنامك فورم غونډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل موجوده صدر جو بائيډن زمونږ سړے ٶ ٬ ھغه په صدارتي انتخاب كښې د برخې اخستو نه لاس په سر شوے او كملا …
مونږ د امريكې په صدارتي ټاكنو كښې د كملا هېرس ملاتړ كوٶ۔ د روسيه صدر

مزید خبریں
ولادي ووسټك 05 ستمبر (اے پي پي) د روسيه صدر ولاديمير پيوټن وئيلي دي د موجوده امريكائي صدر جوبائيډن د صدارتي زغل نه بهر كېدو نه وروستو روسيه د كملا هېرس ملاتړ كوي٬ ولادي ووسټك كښې د ايسټرن اكنامك فورم غونډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل موجوده صدر جو بائيډن زمونږ سړے ٶ ٬ ھغه په صدارتي انتخاب كښې د برخې اخستو نه لاس په سر شوے او كملا هېرس ئې كانديده نامزد كړې او خپلو ملګرو ته ئې هم د كملا هېرس د ملاتړ غږ كړے ۔ ده هيله څرګنده كړې چې كملا هېرس به د كاميابۍ نه وروستو د روسيه په اړه داسې نه كوي څنګه چې ډونلډ ټرمپ كول۔ په دې موقع ولاديمير پيوټن په مسكي كېدو د كملا هېرس ستائنه وكړه۔ د يادونې وړ ده په امريكا كښې په صدارتي ټاكنو كښې دوه مياشتې پاتې دي۔









