ملګري ملتونه ۔5 ستمبر(اے پی پی) په غزہ كښې د پولیو وېکسی نېشن كمپائن چلوؤنكو د ملګرو ملتونو اهلكارو وئيلي دي مونږ چې د كومو كوچنيانو پوليو څخه د ساتلو هڅې كوؤ هغوي وړاندې نه په بېلو رنځونو اخته او د تېرو لسو مياشتو څخه تر زياتې مودې روان جنګ له امله سختې يرې سره مخه دي۔ د مرستيالو اهلكارو له مخې په غزه كښې د تېر كال اكتوبر مياشتې …
په غزه كښې زياتره ماشومان رنځونو او يرې سره مخ دي٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔5 ستمبر(اے پی پی) په غزہ كښې د پولیو وېکسی نېشن كمپائن چلوؤنكو د ملګرو ملتونو اهلكارو وئيلي دي مونږ چې د كومو كوچنيانو پوليو څخه د ساتلو هڅې كوؤ هغوي وړاندې نه په بېلو رنځونو اخته او د تېرو لسو مياشتو څخه تر زياتې مودې روان جنګ له امله سختې يرې سره مخه دي۔ د مرستيالو اهلكارو له مخې په غزه كښې د تېر كال اكتوبر مياشتې څخه د روانو اسرائيلي پوځ كارروائيو په نتيجه كښې په 10 كښې 9 فلسطيني وګړي بې كوره شوي كوم چې لوږې ٬ د خوراك كمي او رنځونو سره مخ دي۔ د یو اېن آر ډبلیو اے وياند لوئیس واټرېج ووئيل د غزه په مينځنۍ برخه كښې د پوليو وېكسي نېشن كمپائن په مهال چې زمونږ كومو ماشومانو سره رابطه وشوه هغوي كښې زياتره د پوستكي په رنځونو اخته دي۔ په غزه كښې د روانو غېر انساني حالاتو له امله بېل رنځونه تندۍ سره خپرېږي۔ په دې حالاتو كښې د غزه اولس طبي سامان ٬ د حفظان صحت مصنوعات ٬ پاكو اوبو او تر ټولو زيات جنګ بندۍ ته اړتيا لري۔ ده ووئيل په غزہ كښې د هر ډول ستونزو باوجود پوليو وېكسي نېشن كمپائن روان دے او مرستيال اهلكار هڅه كوي چې هغوي دغلته ګڼ شمېر لس كلنه ماشومانو ته وېكسين وركړي









