كانګو كښې د زندان څخه د تښتېدو په هڅو كښې 129 بنديان مړه ٬ 59 ژوبل

كنشاسا 03 ستمبر(اے پی پی)د كانګو د كنشاسا پايه تخت مكالا سينټرل جيل څخه د تښتېدو په هڅو كښې لږ تر لږه 129 بنديان مړه او 59 نور ژوبل شوي۔د شنهوا له مخې د كانګو نائب وزيراعظم ٬د داخله او سلامتيا وزير جيكو مين شباني ووئېل د مړو شوو شمېره نزدې تر 129 رسېدلې چې پكښې 24 كسان"د خبرداري"جاري كېدو نه پس د ګولۍ لكېدو څخه او نور د ساه …

كنشاسا 03 ستمبر(اے پی پی)د كانګو د كنشاسا پايه تخت مكالا سينټرل جيل څخه د تښتېدو په هڅو كښې لږ تر لږه 129 بنديان مړه او 59 نور ژوبل شوي۔د شنهوا له مخې د كانګو نائب وزيراعظم ٬د داخله او سلامتيا وزير جيكو مين شباني ووئېل د مړو شوو شمېره نزدې تر 129 رسېدلې چې پكښې 24 كسان”د خبرداري”جاري كېدو نه پس د ګولۍ لكېدو څخه او نور د ساه بنديدو څخه مړه شوي ۔ده ووئيل د حكومت لخوا ځينې مېرمنو د كومو سره چې زياتے شوے وو پشمول نزدې 59 ژوبل بنديوانو ته طبي مرسته روانه ده۔ده ووئيل د پېښې په مهال انتظاميې عمارت٬رجسټري٬انفرمري او فوډ ډپو كښې اور لګېدلے ۔د شاهدانو له مخې مكالا سينټر جيل كښې تر څو ساعته د ډزو غږونه اورېدلې شول۔د يادونې وړ ده جولائي كښې د انصاف وزير كانسټنټ مټامبا مكالا سنټرل زندان كښې د ګنجائش نه زياتو بنديوانو كمولو لپاره د 1248 بنديوانو په مشروط توګه د خوشي كولو اعلان كړے و۔