د هند فضائیه مګ۔29 جنګي الوتكه په راجستھان كښې رانسكوره شوه

جے پور 03 ستمبر (اے پي پي) د هند فضائیه مګ-29 جنګي الوتكه د معمول تربیتی مشن په مهال د راجستھان په بارمیر سيمه كښې رانسكوره شوې ۔د کشمیر میډیا سروس له مخې پائلوټ په حفاظت سره راكوز شوے او په زمكه هم د څه ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې ۔پېښه د آبادۍ لرونكي سيمي څخه لرې رامخې ته شوې او د پېښې پلټنو لپاره د …

جے پور 03 ستمبر (اے پي پي) د هند فضائیه مګ-29 جنګي الوتكه د معمول تربیتی مشن په مهال د راجستھان په بارمیر سيمه كښې رانسكوره شوې ۔د کشمیر میډیا سروس له مخې پائلوټ په حفاظت سره راكوز شوے او په زمكه هم د څه ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې ۔پېښه د آبادۍ لرونكي سيمي څخه لرې رامخې ته شوې او د پېښې پلټنو لپاره د کورټ آف انکوائری حکم وركړے دے۔دا په هند كښې د پوځي الوتكو د پېښو تر ټولو تازه پېښه ده چې ورسره د هېواد فضائی بیړۍ حفاظت او خيال ساتلو په اړه اندېښنې پيدا شوي۔ سرکاري شميري له مخې هند كښې د تيري يوې لسيزي په مهال 50 څخه زياتي پوځي الوتكي رانسكوري شوي چې په نتيجه كښې ئې ځاني زيان هم شوے دے۔