کابل ۔2 ستمبر(اے پی پی) د افغانستان عبوري حكومت وئيلي دي زمونږ نوے اخلاقي قانون د مېرمنو حقونو په اړه د يو كړكېچن بحث سبب ګرځېدلے په كوم چې مونږ نړيوالې ورورولۍ سره خبرو اترو كولو له چمتؤ يؤ۔ د العربيه له مخې دا خبرې د طالبان حكومت دوهم وياند حمد الله فطرت خبريالانو سره خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل افغان حكومت نړيوالې ورورولۍ سره په نوي اخلاقي قانون د …
په نوي اخلاقي قانون تنقيد ٬ افغان حكومت نړيوالې ورورولۍ سره د خبرو عزم لري٬ وياند

مزید خبریں
کابل ۔2 ستمبر(اے پی پی) د افغانستان عبوري حكومت وئيلي دي زمونږ نوے اخلاقي قانون د مېرمنو حقونو په اړه د يو كړكېچن بحث سبب ګرځېدلے په كوم چې مونږ نړيوالې ورورولۍ سره خبرو اترو كولو له چمتؤ يؤ۔ د العربيه له مخې دا خبرې د طالبان حكومت دوهم وياند حمد الله فطرت خبريالانو سره خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل افغان حكومت نړيوالې ورورولۍ سره په نوي اخلاقي قانون د خبرو اترو كولو عزم لري۔ ده د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر د وياند د تبصرو ځواب كولو په كوم كښې چې طالب چارواكو سره د خبرو اترو روانو ساتلو باور وركړے شوے ؤ۔ دې څخه وړاندې د افغانستان د اخلاقيات وزارت وئيلي وو هغه به په ياد شوي قانون د ټكونو كولو له امله په هېواد كښې د ملګرو ملتونو مشن يو اېن اے اېم اے سره نوره همكاري نه كوي۔ وياند په ملګرو ملتونو او تنظيمونو طالب چارواكو سره په مثبت ډول د خبرو كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د ستونزو هواري او د اړيكو پرمختګ او پراختيا له يوازينۍ لاره خبرې اترې دي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش وياند سټېفن دوجارك تېره ورځ وئيلې وو مونږ به د طالبان حكومت په شمول په افغانستان كښې ټولو اړوندو سره خبرې اترې روانې ساتؤ۔ بلخوا ملګرو ملتونو او اروپائي ائتلاف خبردارے وركړے چې دا قانون په كوم كښې چې مېرمنو څخه د مكمل پردې كولو او د خلقو په وړاندې په زوره د نه غږېدو غوښتنه شوې بهرنيو قامونو او نړيوالو تنظيمونو سره چارو ته نقصان رسولے شي۔ (









