رام اللہ۔2 ستمبر(اے پی پی) په غزه كښې د ملګرو ملتونو او د روغتيا وزارت چارواكو په شريكو هڅو پوليو وېكسينېشن مهم روان دے۔ د العربیه له مخې د دې مهم په مهال د غزه په ځينو سيمو كښی په عارضي توګه جنګ بندي شوې ده۔ د اتوار په ورځ په غزه كښې نزدې 72 زره كوچنيانو ته پوليو ويكسين وركړې شول۔ ملګرو ملتونو اعلان كړې چې دا مهم به …
په غزه كښې د عارضي جنګ بندۍ اولنۍ ورځ ٬ 72 زره كوچنيانو ته پوليو ويكسين وركړے شول
رام اللہ۔2 ستمبر(اے پی پی) په غزه كښې د ملګرو ملتونو او د روغتيا وزارت چارواكو په شريكو هڅو پوليو وېكسينېشن مهم روان دے۔ د العربیه له مخې د دې مهم په مهال د غزه په ځينو سيمو كښی په عارضي توګه جنګ بندي شوې ده۔ د اتوار په ورځ په غزه كښې نزدې 72 زره كوچنيانو ته پوليو ويكسين وركړې شول۔ ملګرو ملتونو اعلان كړې چې دا مهم به په بېلو پړاؤنو كښې د فلسطين پټۍ په ټولو سيمو كښې چلولے شي كومې چې نزدې 11 مياشتو څخه تباهي خپرونكي جنګ سره مخ دي۔ دې سره به “بشري جنګ بندي ” هم كولې شي د كومې شرطونه چې په بشپړه توګه ښكاره نه دي۔










