جده 31 اګست (اے پي پي) د سعودي نائب خارجه وزير انجينئر وليد بن عبدالکريم الخريجي سره د او آئي سي خارجه وزيرانو کونسل غونډي په موقع د بنګله ديش پشمول د ځينې هېوادونو خارجه وزيرانو ملاقات کړې دے۔اېس پي اے له مخې د بنګله ديش خارجه وزير توحيد حسين سره ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو او بيلو څانګو كښې دغه اړيكې لا قوي كولو او د پرمختګ …
د سعودي نائب خارجه وزير سره د بنګله ديش او نورو هېوادونو خارجه وزيرانو ملاقات،په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه
جده 31 اګست (اے پي پي) د سعودي نائب خارجه وزير انجينئر وليد بن عبدالکريم الخريجي سره د او آئي سي خارجه وزيرانو کونسل غونډي په موقع د بنګله ديش پشمول د ځينې هېوادونو خارجه وزيرانو ملاقات کړې دے۔اېس پي اے له مخې د بنګله ديش خارجه وزير توحيد حسين سره ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو او بيلو څانګو كښې دغه اړيكې لا قوي كولو او د پرمختګ د تګلارو جاج اخستلو،په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پيش رفت او په دې اړه په روانو هڅو د خيالاتو څركندونه وشوه۔په دې موقع د مصر نائب خارجه وزير ابوبکر محمد حنفي سره په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو په اړيكو ، ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا ودي وركولو نه علاوه د شريكې خوښې په سيمه ايززو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔انجنينئر وليد بن عبدالکريم الخريجي سره د کيمرون خارجه وزير لوجين مبيلا، د موريطانيه خارجه وزير ډاکټر محمد سالم ولد مرزوك هم ملاقات کړې۔










