په افغانستان كښې د جنګي جرائمو په پرده پوشۍ، د برتانيي د پخواني جنرال د قامي سلامتيا سلاحكار په توګه تعيناتي ايساره كړې شوه

لندن 29 اګست (اے پي پي) د برتانيه حکومت په افغانستان كښې د سپيشل ايئر سروس (اېس اے اېس) د جنګي جرائمو په پرده پوشۍ كښې د ككړ يو پخوانې جنرال ګيوين جينکنز د قامي سلامتيا سلاحكار په توګه تعيناتې ايساره كړې ده۔ د عرب نيوز له مخې جنرل ګيوين جينکنز وزيراعظم رشي سونك په جولائي كښې د ټولټاكنو نه څه موده وړاندې په اپرېل كښې تعينات كړے ٶ۔ د …

لندن 29 اګست (اے پي پي) د برتانيه حکومت په افغانستان كښې د سپيشل ايئر سروس (اېس اے اېس) د جنګي جرائمو په پرده پوشۍ كښې د ككړ يو پخوانې جنرال ګيوين جينکنز د قامي سلامتيا سلاحكار په توګه تعيناتې ايساره كړې ده۔ د عرب نيوز له مخې جنرل ګيوين جينکنز وزيراعظم رشي سونك په جولائي كښې د ټولټاكنو نه څه موده وړاندې په اپرېل كښې تعينات كړے ٶ۔ د ټائمز ورځپاڼې رپورټ كښې ووئيل شول اوسني وزيراعظم کيئر سټارمر د جينکنز تقرري منسوخ كړې ٬ وزيراعظم کيئر سټارمر د دې نه وړاندې د موجوده قامي سلامتيا سلاحكار سر ټم بيرو په امريكا كښې د برتانيي سفير جوړولو نه هم ايسار كړے ٶ ٬ دا تقرري هم پخواني وزيراعظم رشي سونک كړې وه۔ په اپريل كښې چې كله د جنرال ګيوين جينکنز تقرري وشوه نو هغه د بېلا بېلو سوالونو سره مخ شوے ٶ لكه په افغانستان كښې د جنګ په مهال د برطانيه ايليټ سپيشل فورسز د غړو لخوا د وركړې شوې پهاڼسۍ په اړه چې ته څومره معلومات لرې٬ په يوه انکوائرۍ كښې دا خبره رامخې ته شوې وه چې د برتانيه ايليټ سپيشل فورسز د جنګ په مهال په ماورائے عدالت قتل كښې ملوث وٶ۔ رچرډ هرمر کے سي په تحقيقات كښې د افغان متاثرينو د كورنيو نمائندګي كړې وه او اوس ھغه د حكومت چيف قانوني سلاحكار دے٬ د پلټنو په مهال رچرډ هرمر د جنرل ګيوين جينکنز نامه څرګندولو نه غېر ده ته په “اېن 1785” وئيلو خپل ابتدائي بيان وركړے ٶ۔ د پخوانې جنرال شناخت ھغه مهال پبلك شو كله چې تېر كال بي بي سي د يو “پېنوراما” نومې دستاويزي فلم د لارې د هغه نامه څرګنده كړه۔ د پلټنو په مهال رچرډ هرمر ووئيل د “اېن 1785” وژنو په اړه ملټري پوليس په خبرولو كولو كښې پاتې راغلے او دا پوښتنه وكړې شوه چې اعليٰ پوځي افسرانو د جنګي جرائمو شواهد تر كلونو د پټو ساتلو اجازه ولې وركړې۔ په ډاؤننګ سټريټ كښې د يو نيوز کنفرنس په مهال وزيراعظم کيئر سټارمر ووئيل د قامي سلامتيا د نوي سلاحكار تعيناتي لپاره به عمل سپېځلے كولې شي٬ اګرچه د برتانيه وزيراعظم د ده تقرري ايساره كړې خو كه ھغه غواړي نو دې چوكۍ لپاره بيا درخواست وركولې شي۔