روسيه د خبريالانو پشمول په 92 امريكائي وګړو هېواد ته په داخلېدو مستقل بندېز ولګولو

ماسکو 29 اګست (اے پي پي) روسيه د خبريالانو پشمول په 92 امريكائي وګړو هېواد ته په داخلېدو مستقل بندېز لګولے۔ تاس د روسيه خارجه وزارت بيان تر مخه ووئيل د امريكائي صدر جو بائيډن انتظاميې د روسو فوبک پاليسۍ په ځواب كښې روسيه د 92 امريكائي وګړو په هېواد كښې په داخلې مستقل بندېز لګولے او د دې اطلاق د وال سټريټ جرنل، واشنګټن پوسټ او د نيويارک ټائمز …

ماسکو 29 اګست (اے پي پي) روسيه د خبريالانو پشمول په 92 امريكائي وګړو هېواد ته په داخلېدو مستقل بندېز لګولے۔ تاس د روسيه خارجه وزارت بيان تر مخه ووئيل د امريكائي صدر جو بائيډن انتظاميې د روسو فوبک پاليسۍ په ځواب كښې روسيه د 92 امريكائي وګړو په هېواد كښې په داخلې مستقل بندېز لګولے او د دې اطلاق د وال سټريټ جرنل، واشنګټن پوسټ او د نيويارک ټائمز په ځينې نامه نګارو كېږي۔ وزارت ووئيل دا وګړي مهمو دفاعي ادارو او د مالياتي ادارو مشران دي كوم چې د يوکرائن وسله والو ځواكونو ته وسله وركوي او ځينې خبريالان د روسيه د وسله والو ځواكونو په ضد فېك سټوريز جوړوي او پروپېګنډه كوي۔ په كومو كسانو چې روسيه ته په داخلېدو بندېز لګولے شوے په ھغې كښې د امريكې د خلائي كمانډ كمانډر سټيفن وائټنګ، سپېس سسټمز کمانډ کمانډر فلپ ګارنټ او د خلائي پاليسۍ نائب معاون د دفاع وزير جان پلمب غوندې عهدېدار شامل دي د بندېز په لېست كښې په شامل خبريالانو كښې ډېوډ سټرن، ايډم ټيلر او د واشنګټن پوسټ شېن هېرس شامل دي۔