د ايران سپريم ليډر آيت الله خامنه اي د اتومي پروګرام په اړه امريكې سره د خبرو اترو اجازه وركړه٬ په دښمن د باور نه كولو مشوره

تهران 28 اګست (اے پي پي) د ايران سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي د هېواد د اتومي پروګرام په اړه امريكې سره د خبرو اترو اجازه وركړې۔ د اردو نيوز له مخې آيت الله خامنه اي د صدر مسعود پزشکيان په انتظام كښې ايراني حکومت ته ووئيل دښمن سره په خبرو اترو كښې كوم ركاوټ نشته خو ده خپل دا موقف بيا بيان كړو چې امريكا بې …

تهران 28 اګست (اے پي پي) د ايران سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي د هېواد د اتومي پروګرام په اړه امريكې سره د خبرو اترو اجازه وركړې۔ د اردو نيوز له مخې آيت الله خامنه اي د صدر مسعود پزشکيان په انتظام كښې ايراني حکومت ته ووئيل دښمن سره په خبرو اترو كښې كوم ركاوټ نشته خو ده خپل دا موقف بيا بيان كړو چې امريكا بې اعتباره ده٬ په سرکاري ټيلي ويژن خپور شوي بيان سيد علي خامنه اي ووئيل بايد مونږ خپل اميدونه د دښمن سره ونه تړو، خپلو منصوبو لپاره مونږ له د دښمن منظورۍ ته انتظار پكار نه دے۔ آيت الله خامنه اي ( څوك چې په ټولو رياستي چارو كښې فائنل اتهارټي دے) د صدر پزشکيان حكومت خبردار كړو چې په دښمن باور ونه كړي۔