رياض 28 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب کابينې د مسجد اقصٰې پحقله د اسرائيل بيانونه مسترد كړي۔ د اردو نيوز له مخې رياض كښې ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې د كابينې په غونډه كښې په مسجد اقصې كښې يهوديانو لپاره د عبادت اجازې په اړه د اسرائيل بيانونه انتها پسنده او اشتعال انګيز ګرځولو سره مسترد كړے شوي۔ کابينې د اسرائيل لخوا ګرده نړۍ …
سعودي کابينې د مسجد اقصٰې پحقله د سرائيل بيانونه مسترد كړل
رياض 28 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب کابينې د مسجد اقصٰې پحقله د اسرائيل بيانونه مسترد كړي۔ د اردو نيوز له مخې رياض كښې ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې د كابينې په غونډه كښې په مسجد اقصې كښې يهوديانو لپاره د عبادت اجازې په اړه د اسرائيل بيانونه انتها پسنده او اشتعال انګيز ګرځولو سره مسترد كړے شوي۔ کابينې د اسرائيل لخوا ګرده نړۍ كښې د مسلمانانو جذبات په ضد د پرله پسې اشتعال انګيزۍ غندنه كولو سره په نړيوالې ورورولۍ زور رواړے چې ھغوي د فلسطين اولس ته رامخې ته د انساني تباهۍ خاتمې او د نړيوال قوانين٬ اصولو او قراردادونو د جاري خلاف ورزۍ په ضد د اسرائيل چارواكي ځواب وركوٶنكې ګرځولو لپاره مېكانزم فعاله كړي۔ د يادونې وړ ده د اسرائيل د قامي سلامتيا وزير اتمار بِن ګوير بيا دا مطالبه كړې چې په مسجد اقصيٰ كښې دې يهوديانو ته د عبادت اجازه وړكرې شي۔









