رياض 28 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د فلسطين صدر محمود عباس ليدلي ٬ په دې موقع په غزه او شا اوخوا صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د اردو نيوز له مخې شهزاده محمد بن سلمان په دې موقع ووئيل سعودي عرب به په جنګ ځپلو فلسطينۍ سيمو كښې ډز بندۍ لپاره ټولو نړيوالو ادارو او سيمه ايزو ډلو سره خبرې …
د سعودي ولي عهد سره د فلسطين صدر ملاقات
رياض 28 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د فلسطين صدر محمود عباس ليدلي ٬ په دې موقع په غزه او شا اوخوا صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د اردو نيوز له مخې شهزاده محمد بن سلمان په دې موقع ووئيل سعودي عرب به په جنګ ځپلو فلسطينۍ سيمو كښې ډز بندۍ لپاره ټولو نړيوالو ادارو او سيمه ايزو ډلو سره خبرې اترې روانې ساتي۔ په دې موقع د سعودي د دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان، خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان ، د جنرل انټيلي جنس مشر خالد بن علي الحميد او د فلسطيني اتھارټۍ اعليٰ عهديدار هم جوجود وو۔









