نيو يارك 27 اګست (اے پي پي) په نيويارك كښې د پاکستان قونصليټ جنرل د ماليزيا قونصليټ جنرل سره په ګډه د نړۍ د لوي قونصلر كور تنظيم "سوسائټي آف فارن قونصلز" ( اېس او اېف سي) د نوي سفارتي غړو هركلي لپاره دستوره كړې٬ دا تنظيم غېر ملكيان متحد كوي٬ په پاکستان هاؤس كښې د دستورې په مهال د پاكستان او ماليزيا د بېلا بېلو خوراكونو هم انتظام شوے …
د پاکستان قونصلګرۍ لخوا د بېلا بېلو هېوادونو د نوو قونصلرانو د هركلي دستوره
نيو يارك 27 اګست (اے پي پي) په نيويارك كښې د پاکستان قونصليټ جنرل د ماليزيا قونصليټ جنرل سره په ګډه د نړۍ د لوي قونصلر كور تنظيم “سوسائټي آف فارن قونصلز” ( اېس او اېف سي) د نوي سفارتي غړو هركلي لپاره دستوره كړې٬ دا تنظيم غېر ملكيان متحد كوي٬ په پاکستان هاؤس كښې د دستورې په مهال د پاكستان او ماليزيا د بېلا بېلو خوراكونو هم انتظام شوے ٶ۔ په دستوره كښې د بېلا بېلو هېوادونو قونصل جنرلز، سفيرانو او قونصلر چارواكو ګډون وكړو۔ د دستورې په مهال د ماليزيا قونصل جنرل امير فريد ابو حسن څوك چې دا مهال د اېف او اېس سي د صدر په توګه خدمات ترسره كوي٬ په نيويار كښې د قونصل خانو ترمېنځه قوي اړيكو ته ودې وركولو او سفارتي مرستې زياتولو لپاره د تنظيم په كردار زور رواړو۔ په دې موقع د پاکستان قونصل جنرل عامر احمد اتوزئي د سفارتي کور ترمېنځه د اتحاد په اهميت رڼا اچولو سره د نوې قونصل جنرلز هوكلے وكړو۔ د دستورې په پائې كښې د نوو قونصل جنرلز تعارف او د موده ترسره كوٶنكو غړو ته الوداعي پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔









