بلغراد 23 اګست (اے پي پي)شمالي سربيا كښې د اور لګېدو په پيښه كښې د څلور ماشومانو پشمول 6 تنه مړه شوي۔د اماراتي نيوز ايجنسۍ"وام نيوز"له مخې د سربيا داخله وزير ایویکا ډاسیچ وئېلي دي چې دا اور د ځايې وخت له مخې د جمعې په ورځ سهار تقريبا 3 بجې پايه تخت بلغراد څخه 90 كلوميټر لرې(54 ميل) يو اپارټمنټ كښې لګېدلے و۔ ډاسيچ په يو بيان كښې وئېلي …
شمالي سربيا كښې د اور په پیښه كښې د څلور كسانو پشمول 6 تنه مړه شوي
بلغراد 23 اګست (اے پي پي)شمالي سربيا كښې د اور لګېدو په پيښه كښې د څلور ماشومانو پشمول 6 تنه مړه شوي۔د اماراتي نيوز ايجنسۍ”وام نيوز”له مخې د سربيا داخله وزير ایویکا ډاسیچ وئېلي دي چې دا اور د ځايې وخت له مخې د جمعې په ورځ سهار تقريبا 3 بجې پايه تخت بلغراد څخه 90 كلوميټر لرې(54 ميل) يو اپارټمنټ كښې لګېدلے و۔ ډاسيچ په يو بيان كښې وئېلي دي چې د ابتدائي پلټنو څخه پته لګي چې د دې سبب چارجنګ لپاره لګېدلې اليكټرك سكوټر كېدې شي۔ ډاسيچ وئېلي دي چې د مړو شوؤ ماشومانو عمرونه د 2 نه تر 7 كاله وو۔









