ملګري ملتونه ۔ 23 اګست(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين مستقل مبصر رياض منصور د سلامتي كونسل غړو هېوادونو مندوبينو څخه غوښتنه كړی چې هغوي دې فلسطيني صدر محمود عباس سره د غزه دوره وكړي دغسې چې دغلته د اسرائيل لخوا په لويه كچه د فلسطيني وګړو د نسل كشۍ او تباھۍ په خپله مشاهده وكړې شي۔ د تاس له مخې ده د مشرق وسطیٰ په تصفيه …
د سلامتي كونسل غړي دې د اسرائيلي جارحيت د لاسه د شوې تباهۍ جاج اغستو له د غزه دوره وكړي٬ فلسطيني مندوب
ملګري ملتونه ۔ 23 اګست(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين مستقل مبصر رياض منصور د سلامتي كونسل غړو هېوادونو مندوبينو څخه غوښتنه كړی چې هغوي دې فلسطيني صدر محمود عباس سره د غزه دوره وكړي دغسې چې دغلته د اسرائيل لخوا په لويه كچه د فلسطيني وګړو د نسل كشۍ او تباھۍ په خپله مشاهده وكړې شي۔ د تاس له مخې ده د مشرق وسطیٰ په تصفيه د سلامتي كونسل غونډې په مهال ووئيل فلسطینی صدر محمود عباس او فلسطيني مشرتابه د غزه د دورې اراده كړې او د ګردې نړۍ لارښودو څخه يۍ غوښتنه كړې چې هغوي دې په ګډه د دې اقدام ملاتړ وكړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين مستقل مبصر رياض منصور سلامتي كونسل څخه غوښتنه وكړه چې هغوي دې په غزه كښې د اسرائيل لخوا د شوې تباهۍ او د جنګ ځپلې فلسطيني وګړو ژوند په خپلو سترګو وويني او د اسرائيلي پوځ لخوا د فلسطيني اولس نسل كشۍ او جرمونو ختمولو له دې كار وكړي









