نيپال كښې ترافيكي پيښه ٬ 14 كسان مړه

کھټمنډو 23 اګست (اے پي پي) د نيپال په ګنداكي ولايت كښې د هندي مسافرو ګاډې ترافيكي پېښې سره مخ شو چې په نتيجه كښې ئې 14 مسافر مړه شوې دي۔ د شنهوا له مخې د پوليسو وياند وئيلي چې پېښه د جمعې په ورځ رامخې ته شوه چې پكښې 14 كسان مړه شوې دي۔ د ضلعي پوليس وياند او د نيپال پوليس فورس وياند په پېښه كښې د مړو …

کھټمنډو 23 اګست (اے پي پي) د نيپال په ګنداكي ولايت كښې د هندي مسافرو ګاډې ترافيكي پېښې سره مخ شو چې په نتيجه كښې ئې 14 مسافر مړه شوې دي۔ د شنهوا له مخې د پوليسو وياند وئيلي چې پېښه د جمعې په ورځ رامخې ته شوه چې پكښې 14 كسان مړه شوې دي۔ د ضلعي پوليس وياند او د نيپال پوليس فورس وياند په پېښه كښې د مړو د شمېرې له تصديق كولو څخه انكار كړے دے ٬ پېښه د ضلع تناهون په عنبوخائريني كليوالې ميونسپلټي كښې مرسيانګدي خوړ ته د ګاډي د غورځېدو له امله رامخې ته شوه۔۔