وادي کشمير كښې د زلزلې جړقونه محسوس شول

سري نګر 22 اګست (اے پي پي) د جمو و كشمير په ځينې برخو كښې نن بيا د زلزلې جړقونه محسوس شوي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې تېره شپه د كشمير وېلي په شمالي ضلعو كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي او دا په تېرو دوو ورځو كښې په وېلي كښې درېمه زلزله ده۔ د دې نه وړاندې د كشمير وادۍ په شمالي ضلعو كښې د 4.9 او 4.8 …

سري نګر 22 اګست (اے پي پي) د جمو و كشمير په ځينې برخو كښې نن بيا د زلزلې جړقونه محسوس شوي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې تېره شپه د كشمير وېلي په شمالي ضلعو كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي او دا په تېرو دوو ورځو كښې په وېلي كښې درېمه زلزله ده۔ د دې نه وړاندې د كشمير وادۍ په شمالي ضلعو كښې د 4.9 او 4.8 شدت زلزلو جړقونه محسوس شوي وو او په دې مهال يو شمېر ودانيو ته زيان رسېدلے او يوه كوچنۍ مړه شوې وه۔