فاروق احمد د بنګله ديش کرکټ بورډ نوے صدر وټاكلے شو

ډھاکه 21 اګست (اے پي پي) د بنګله ديش پخوانے کپتان او چيف سليکټر فاروق احمد د بنګله ديش کرکټ بورډ (بي سي بي ) صدر ټاكلے شوے۔ د شنهوا نيوز له مخې د شورو په ورځ د بنګله ديش د يوتھ اينډ سپورټس وزارت كښې د بورډ هنګامي غونډې په مهال د بي سي بي ډائريکټرز د نوي صدر ټاكنه وكړه۔ د دې نه وړاندې نظم الحسن پاپون د …

ډھاکه 21 اګست (اے پي پي) د بنګله ديش پخوانے کپتان او چيف سليکټر فاروق احمد د بنګله ديش کرکټ بورډ (بي سي بي ) صدر ټاكلے شوے۔ د شنهوا نيوز له مخې د شورو په ورځ د بنګله ديش د يوتھ اينډ سپورټس وزارت كښې د بورډ هنګامي غونډې په مهال د بي سي بي ډائريکټرز د نوي صدر ټاكنه وكړه۔ د دې نه وړاندې نظم الحسن پاپون د يوې لسيزې نه زياته موده د بورډ خدمات ترسره كولو نه وروستو د بي سي بي صدارت څخه استعفيٰ وركړې وه كومه چې بورډ منظور كړه او د دغې نه پس فاروق احمد د بي سي بي نوے صدر وټاكلے شو۔