سعودي عرب ، د کنګ عبدالعزیز مقابله حسن قرآت ګټونكو له به د 4 ملينه ريال انعامونه وركولې شي

ریاض ۔20 اګست (اے پی پی) د مكې مكرمې ریجن نائب ګورنر به سبا (په 21م اګست) په مسجد الحرام كښې د يوې خصوصي دستورې په مهال د کنګ عبدالعزیز د حسن قرات و تحفیظ او تفیسر قرآن 44 ایډیشن مقابلو ګتونكو ته انعامونه وركوي۔ د اېس پي اے له مخې د مقابلې نګران او د اسلامي چارو وزير عبداللطیف بن عبدالعزیز آل شېخ ووئيل په مقابله كښې د 123 …

ریاض ۔20 اګست (اے پی پی) د مكې مكرمې ریجن نائب ګورنر به سبا (په 21م اګست) په مسجد الحرام كښې د يوې خصوصي دستورې په مهال د کنګ عبدالعزیز د حسن قرات و تحفیظ او تفیسر قرآن 44 ایډیشن مقابلو ګتونكو ته انعامونه وركوي۔ د اېس پي اے له مخې د مقابلې نګران او د اسلامي چارو وزير عبداللطیف بن عبدالعزیز آل شېخ ووئيل په مقابله كښې د 123 هېوادونو 173 كسانو ګډون وكړو۔ د كال 1978 پېل څخه وروستو سږ كال د ګډون كوؤنكو تر ټولو زياته شمېره رامخې ته شوه۔ ده ووئيل دا مقابله د مملكت لخوا د قرآن پاك او د دې د حفظ كوؤنكو د خيال ساتلو جذبه او عزم په ډاګه كوي۔ ده د مكې د ګورنر شهزادہ خالد الفېصل او نائب ګورنر شهزادہ سعود بن مشعل بن عبدالعزیز مننه وكړه چا چې د مقابلې كاميابۍ له مرسته وكړه۔ په مقابله كښې كامياب ګرځولے شوو ته به په مجموعي توګه د 40 لكه ريال انعامونه وركولې شي