منسك۔19 اګست (اے پي پي) د بېلا روس صدر الېګزېنډرلو كاشينكو وئېلې دي د روس په خاوره د يوكرېن عسكري كاروايې روس د جوهري وسلو كارولو ته د مجبورولو هڅې دي ۔د رشيا ټو ډے راپور تر مخه په يوه مركه كښې د بېلا روس صدر خبردارے وركړو چې په كرسك ريجن كښې د يوكرېنې پوځ كاروايې كومه چې د جنګ پېل كېدو نه وروستو د پولې پورې غاړې نه …
د روس په خاوره د يوكرېن عسكري كاروايې روس د جوهري وسلو كارولو ته د مجبورولو هڅې دي ۔ د بېلا روس صدر
منسك۔19 اګست (اے پي پي) د بېلا روس صدر الېګزېنډرلو كاشينكو وئېلې دي د روس په خاوره د يوكرېن عسكري كاروايې روس د جوهري وسلو كارولو ته د مجبورولو هڅې دي ۔د رشيا ټو ډے راپور تر مخه په يوه مركه كښې د بېلا روس صدر خبردارے وركړو چې په كرسك ريجن كښې د يوكرېنې پوځ كاروايې كومه چې د جنګ پېل كېدو نه وروستو د پولې پورې غاړې نه تر ټولو لويه كاروايې ده ٬ څخه نړيوالې سلامتيا ته ډېرې خطرې ورمخې ته شوي۔ هغه ووئېل د روسيه د اړخه د ممكنه جوهري وسلې كارول به يوكرېن او د هغوي مرستياله لوېديز هېوادونه د خپل مفاد لپاره كاروي او نتيجه به يې په ټوله نړۍ كښې د روس خلاف د كركې زياتېدلو په توګه رامخې ته شي۔ د بېلا روس صدر ووئېل د يوكرېن دا اندازه ده چې دا بريد به د روسيه خبرو اترو ته كیښنولو لپاره مرستاياله وكرځي۔ خو دا خبره سمه نه ده ځكه چې روس خو لا د يو كرېن په ضد د زړه پورې كارواېې پېل هم نه دې كړے ۔ هغه ووئېل د روسيه پوځ به آخر هم د يو كرېن پوځ د خپلې خاورې نه اوباسي۔ د روسيه د جوهري ډاګټرائن تر مخه روسيه خپلې جوهري وسلې د هغوي يا د هغوي د اتحاديانو په ضد او نورې غټې وسلې د زياتې تباهۍ كوونكو وسلو كارولو په ځواب كښې او د رواياتي وسلو د روسيه په ضد د كارولو په وخت د ځواب وركولو لپاره كارولې شي چې كله د رياست وجود په خطر كښې پرېوځي۔د روسيه صدر ولاديمير پيو ټن په ګڼو موقعو وئېلې دي چې د يوكرېن په جنګ كښې د جوهري وسلو د كارولو حاجت نشته خو هغه خبردارے وركړے چې هغوي خپل جوهري ډاكټرائن د ناټو د اړخه د كوم لوي اقدام په ضد بدلولې هم شي











