د غزه خبرو اترو اوسنے پړاؤ د يرغمال شوو كسانو د خوشې كولو پشمول جنګ بندۍ پلو د رسيدو آخري موقع ده: امريکا

تل ابيب 19 اګست (اے پي پي) د امريکې خارجه وزير انټوني بلنکن وئيلي دي د غزه خبرې اترې د اوسني پراؤ د يرغمال شوو كسانو د خوشې كولو پشمول جنګ بندۍ پلو د رسېدو آخري موقع ده٬ د تاس له مخې ده په تل ابيب كښې د اسرائيل صدر اسحاق هرزوګ سره ملاقات كښې ووئيل دا يوه پرېكنده لمحه ده هر كس د تل پاتي امن او سلامتيا په …

تل ابيب 19 اګست (اے پي پي) د امريکې خارجه وزير انټوني بلنکن وئيلي دي د غزه خبرې اترې د اوسني پراؤ د يرغمال شوو كسانو د خوشې كولو پشمول جنګ بندۍ پلو د رسېدو آخري موقع ده٬ د تاس له مخې ده په تل ابيب كښې د اسرائيل صدر اسحاق هرزوګ سره ملاقات كښې ووئيل دا يوه پرېكنده لمحه ده هر كس د تل پاتي امن او سلامتيا په غوره لاره روانول دي٬ په غزه كښې د جنګ بندۍ او د يرغمال كسانو خوشې كولو پحقله خبرې اترې ورستۍ موقع ده۔ د يادونې وړ ده د امريكې خارجه وزير انټوني بلنکن يو شپه وړاندې اسرائيل ته رسېدلے او هغه به نن د ګل په ورځ وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو او د دفاع وزير يوو ګيلنټ سره ملاقاتونه كوي