روسيه ، په ختيزه ساحلي سيمه كښې د 7.2 شدت زلزله محسوس شوه

ماسکو ۔19اګست(اے پی پی) د روسيه په ختيزه ساحلي سيمه كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړے شول چې شدت يۍ په رېكټر سكېل 7.2 ريكارډ كړے شو او دغسې د سونامي خبردارے هم جاري كړے شو۔ د رائټرز له مخې د زلزلې مركز د ساحلي ښار پیټروپاولوسکی کمچټکا څخه 55 کلومیټره لرې او 18 ميله په زمكه كښې ژور ؤ۔ رپورټ كښې وئيلې شوي د زلزلې جړقونو نه وروستو د …

ماسکو ۔19اګست(اے پی پی) د روسيه په ختيزه ساحلي سيمه كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړے شول چې شدت يۍ په رېكټر سكېل 7.2 ريكارډ كړے شو او دغسې د سونامي خبردارے هم جاري كړے شو۔ د رائټرز له مخې د زلزلې مركز د ساحلي ښار پیټروپاولوسکی کمچټکا څخه 55 کلومیټره لرې او 18 ميله په زمكه كښې ژور ؤ۔ رپورټ كښې وئيلې شوي د زلزلې جړقونو نه وروستو د سونامي وارننګ جاري كړے شو۔ تر دې دمه د زلزلې د لاسه د كوم جاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔