د غزه جنګ لومړو درې مياشتو په مهال د مرستيالو ادارو 163 كارمندان ووژلې شوو: ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔19اګست(اے پی پی) ملګرو ملتونو د خپلو مرستيالو ادارو په كارمندان د تشدد كارروائيو كښې د مرګونو په پرله پسې زياتوالي اندېښنه ښكاره كولو سره د دې غندنه كړې ده۔ اے اېف پي د ملګرو ملتونو د بشري خواخوږۍ ادارې (او سي اېچ اے) تازه رپورټ حوالې سره وئيلي چې د كارمندانو د مرګونو په بابله كال 2023 تر ټولو سخت وو۔ په دغه مهال په 33 هېوادونو …

ملګري ملتونه ۔19اګست(اے پی پی) ملګرو ملتونو د خپلو مرستيالو ادارو په كارمندان د تشدد كارروائيو كښې د مرګونو په پرله پسې زياتوالي اندېښنه ښكاره كولو سره د دې غندنه كړې ده۔ اے اېف پي د ملګرو ملتونو د بشري خواخوږۍ ادارې (او سي اېچ اے) تازه رپورټ حوالې سره وئيلي چې د كارمندانو د مرګونو په بابله كال 2023 تر ټولو سخت وو۔ په دغه مهال په 33 هېوادونو كښې د ملګرو ملتونو د مرستيالو ادارو 280 كارمندان د مرستې كارروائيو په مهال ووژلې شوو كوم چې د كال 2022 د 118 مرګونو په مقابله كښې 137 فيصده زيات دي۔ د روان اسرائيل غزه جنګ په اولنو 3 مياشتو كښې 163 كارمندان ووژلې شوو۔ په ګرده نړۍ كښې د بشري حقونو حوالې سره د كار كوؤنكو ادارو په كارمندانو تشدد كښې تندۍ سره زياتوالې رامخې ته شوې دې۔ د بشري چارو نړيوالې ادارې كارمندان تر ټولو زيات په كال 2023 كښې د اسرائيل او غزه ترمينځه د پېل شوي جنګ په اولنو درې مياشتو كښې وژلې شوي دي چې شمېره يۍ 163 ده۔ دې نه ځانله په سوئيلي سوډان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې ادارو 59 ٬ په اسرائيل او سوريه كښې 7 ٬ 7 ٬ ايتھوپيا او يوكرېن كښې 6 ٬ 6 ٬ صوماليه كښې 5 او ميانمار او جمهوريه كنګو كښې 4 ٬ 4 كارمندان وژلې شوي دي۔