د مسجد الحرام امام شيخ بندر بليله د كمبوډيا وزير سره ملاقات

مكه مكرمه 18 اګست (اے پي پي) مكه مكرمه كښې د مسجد الحرام امام او خطيب شيخ ډاكټر بندر بليله د سركاري دورے په مهال د كمبوډيا نائب وزير اشعري ايوب سره ملاقات وكړو۔اېس پي اے له مخې مكه مكرمه كښې د مسجد الحرام امام د كمبوډيا وزير سره په ملاقات كښې د شريكو ګټو او په خاص توګه په اسلامي چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې كمبوډيا كښې …

مكه مكرمه 18 اګست (اے پي پي) مكه مكرمه كښې د مسجد الحرام امام او خطيب شيخ ډاكټر بندر بليله د سركاري دورے په مهال د كمبوډيا نائب وزير اشعري ايوب سره ملاقات وكړو۔اېس پي اے له مخې مكه مكرمه كښې د مسجد الحرام امام د كمبوډيا وزير سره په ملاقات كښې د شريكو ګټو او په خاص توګه په اسلامي چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې كمبوډيا كښې د مسلمانانو خذمت كول شامل دې۔ده په هېواد كښې موجود مسلم كميونټي مركزونو دوره وكړه او د هېواد تر ټولو لوئ جومات كښې ئې خطبه وركړه او امامت ئې وكړو۔ اشعري ايوب د كمبوډيا اولس لپاره د سعودي عرب مرسته وستائله چې پكښې د زدكونكو لپاره سكالرشپس وركول او جوماتونو جوړول شامل دي۔