رياض 17 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب نائب خارجه وزير انجينئر وليد بن عبدالکريم الخريجي جمهوريه ډومينيکن صدر لوئس روډلفو ابي نادر د سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون وكړو۔د اردو نيوز له مخې د سعودي نائب خارجه وزير د شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د اړخه مبارکي وركړه۔ د هد صدر لوئس روډلفو ابي نادر، ډومينيکن حکومت او اولس لا پرمختګ …
د سعودي نائب خارجه وزير د ډومينيکن صدر لوئس روډلفو ابي نادر سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون
رياض 17 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب نائب خارجه وزير انجينئر وليد بن عبدالکريم الخريجي جمهوريه ډومينيکن صدر لوئس روډلفو ابي نادر د سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون وكړو۔د اردو نيوز له مخې د سعودي نائب خارجه وزير د شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د اړخه مبارکي وركړه۔ د هد صدر لوئس روډلفو ابي نادر، ډومينيکن حکومت او اولس لا پرمختګ او سوكالۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔دې نه ځانله د سعودي وزير د سرکاري پلاويو په اعزاز كښې د ډومينيکن صدر د اړخه وركرې شوي عشائيے كښې هم ګډون وكړو۔په دې موقع ده د ډومينيکن چارواكو او دستوره كښې د شريك ملګرو هېوادونو نمائندګانو سره هم ملاقات وكړو۔











