ابوظهبي 16اګست(اے پی پی)د متحده عرب امارات نائب وزيراعظم او خارجه وزير شېخ عبدالله بن زيد النهيان د اردن نائب وزيراعظم او خارجه وزير ايمن الصفدي سره په ټېليفون خبرو اترو كښې په مسجد الاقصٰی د اسرائيلي شرخوښو لخوا تېره ورځ ج شوې دراندازۍ او خلاف ورزو په سنګينو نتيجو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔د امارات نيوز ايجنسۍ"وام"له مخې دواړو وزيرانو په مسجد الاقصٰی كښې د اسرائيلي شرخوښو په دراندازۍ …
متحده عرب امارات او اردن په مسجد الاقصی د اسرائيلي شرخوښو د بريد په سنګينو نتيجو د خيالاتو څرګندونه
ابوظهبي 16اګست(اے پی پی)د متحده عرب امارات نائب وزيراعظم او خارجه وزير شېخ عبدالله بن زيد النهيان د اردن نائب وزيراعظم او خارجه وزير ايمن الصفدي سره په ټېليفون خبرو اترو كښې په مسجد الاقصٰی د اسرائيلي شرخوښو لخوا تېره ورځ ج شوې دراندازۍ او خلاف ورزو په سنګينو نتيجو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔د امارات نيوز ايجنسۍ”وام”له مخې دواړو وزيرانو په مسجد الاقصٰی كښې د اسرائيلي شرخوښو په دراندازۍ په خاص توګه د بنياد پرست او نسل پرست وزير اتاماربن غفير اشتعال انګيز دورې سخته غندنه وكړه۔دواړو لارښودو د دې خبرې تصديق وكړو چې دا اقدام يو سنګين او خطرناك پېشرفت دے كوم څخه چې منطقه كښې د تشدد زياتېدو خطر دے۔دواړو لارښودو په غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ او بشري تباهۍ خاتمې٬ د نړيوال قانون پاسدارۍ او د مقبوضه فلسطين ټولو سيمو كښې د غېر قانوني طريقو مخ نيوي د ضرورت توثيق وكړو۔











