برلن۔16اګست (اے پي پي) د افریقې هېواد کانګو كښې خپرېدونكے وائرس د منکې پاکس نوے ورژن دے چې پكښې د ځپلې كس په بدن تر څلورو اوونيو د پیپ نه ډكې دانې راخېژي كومې چې ډېرې تکلیف وركوونكې ګرځېدې شي۔ د المان نشریاتي ادارې راپور د دې رنځ وجوهات ، علامات او احتیاطی تدابير ښودلې دي د كوم تر مخه چې ایم پاکس یا منکې پاکس يو خطرناك رنځ دے …
منکې پاکس يو خطرناك رنځ دے ، وجوهات ، علامات او احتیاطي تدابير
برلن۔16اګست (اے پي پي) د افریقې هېواد کانګو كښې خپرېدونكے وائرس د منکې پاکس نوے ورژن دے چې پكښې د ځپلې كس په بدن تر څلورو اوونيو د پیپ نه ډكې دانې راخېژي كومې چې ډېرې تکلیف وركوونكې ګرځېدې شي۔ د المان نشریاتي ادارې راپور د دې رنځ وجوهات ، علامات او احتیاطی تدابير ښودلې دي د كوم تر مخه چې ایم پاکس یا منکې پاکس يو خطرناك رنځ دے كوم چې د منکې پاکس نومې وائرس څخه خپرېږي ۔ دا وائرس په وړومبي ځل 1958 كښې په ډنمارک كښې رامخې ته شوے ؤ۔ د دې وائرس اصل ذریعه تر اوسه معلومه نه ده خو د محققینو اندازہ ده چې دا د مږو یا ګلهري په څير وړو ځناورو’’ پرائیمیټس‘‘ د لارې خورېدے شي۔ دا وائرس زیاتره په مينځنۍ او لويديز افریقائي سيمو كښې موندلے كېږي او نورو سيمو ته هم د ځپلې تن تللو سره رسېدے شي ۔ 2022 كښې دا وائرس 70 نه زیاتو هېوادونو كښې خپور شوے ؤ۔ دا وائرس د زخمي څرمنې، سترګو ، خلې او د پوزې او د ساه اغستو نظام د لارې بدن ته تللے شي۔ دا وائرس ځپلې كس سره نزدې تړون ساتونكي او دغسې حمل لرونكو مېرمنو څخه د هغوي كوچنيانو ته منتقل كېدے شي۔ ځپلې شوي تن څخه د وائرس منتقل كېدو دا لړۍ تر هغه مهال روانه پاتې كېدې شي تر كومې چې د ځپلې شوي تن ټول زخمونه ښه شوې نه وي۔ د منكي وائرس په ابتدائي علامات كښې مقعد يا جنسي اعضاﺀ ته نزدې ٬ سينې او يا په خله خارښ لګېدل شامل دي۔ دې څخه وروستو دا خارښ د لاسونو او پښو تلو او د وجود نورو برخو ته خپرېدے شي۔ د دې خارښ له امله په ځپلې شوي پوستكي پولۍ ښكاره كېدې شي۔ دغسې د منكي پاكس ځپلي شوي تن كښې خارښ څخه وړاندې يا وروستو د فلو په څير علامات رامخې ته كېدې شي۔ د دې علامات په عام توګه د دې وائرس وجود ته ننوتلو څخه وروستو په 21 ورځو كښې ښكاره كېدل پیل كېږي۔ حامله مېرمنو ٬ يو كال نه كم عمر لرونكو كوچنيانو او اېګزيما څخه ځپلے شوو كسانو ته هم له دې وائرس څخه زيات خطر وي۔ په كال 2022 كښې د همجنس پرستۍ رحجان لرونكي سړي دې رنځ څخه زيات ځپلے شوي وو۔ دې وائرس څخه ځپلې كېدونكي زياتره كسان دوه څخه تر څلورو اونيو كښې ښه كيږي۔ پوهانو دې رنځ څخه بچ كېدو لپاره د ځپلے شوو وګړو لوښي ٬ توليه او كټ پوزے كارولو څخه د ډډې كولو او د لاسونو بيا بيا د وينځلو هدايت كړے۔ دغسې دې رنځ څخه بچ كېدو لپاره وېكسي نېشن هم كولې شي په كوم كښې چې چیچک څخه د بچ كېدو وېكسي نېشن هم شامل دي











