تائپے۔16اګست(اے پی پی) د تائیوان په ختيز ساحل د 6.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړے شوي۔ د اے اېف پي له مخې د امريكې جیولوجیکل سروے له مخې د زلزلې مركز هوالين ته نزدې 15 كلوميټره (نزدې 9 ميله) په زمكه كښې ژور ؤ ۔ سيمه ايز حكومت تصديق كړے چې د زلزلې د لاسه كوم لويې زيان په اړه اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ د تائیوان سنټرل وېدر اېډمنسټرېشن، …
په تائیوان كښې د 6.1 شدت زلزله
تائپے۔16اګست(اے پی پی) د تائیوان په ختيز ساحل د 6.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړے شوي۔ د اے اېف پي له مخې د امريكې جیولوجیکل سروے له مخې د زلزلې مركز هوالين ته نزدې 15 كلوميټره (نزدې 9 ميله) په زمكه كښې ژور ؤ ۔ سيمه ايز حكومت تصديق كړے چې د زلزلې د لاسه كوم لويې زيان په اړه اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ د تائیوان سنټرل وېدر اېډمنسټرېشن، كوم چې په ابتدائي توګه د 6.3 شدت زلزلې اطلاع وركړې وه ٬ په موبائل فون الرټ كښې خلق خبردار كړي چې هغوي په سكون سره پاتې شي۔ ریسکیو ډلې د زلزلې په مهال په لفټونو كښې ګېر دوه كسان رېسكيو كړي دي











