لکھنو۔16اګست(اے پی پی) په هندي ايالت اترپردېش كښې د بي جے پي حكومت د مظفر نګر ډسټركټ جېل كمپلېكس دننه په يو تاريخي جومات كښې د مسلمانانو په داخلېدو او مونځ كولو بندېز لګولے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې په برطانېي حكومت كښې په 1838 كښې جوړ شوے دا جومات د يوې پېړۍ څخه زياتې مودې لپاره د ځايي مسلمانانو د عبادت ځاے پاتې شوے۔ د زندان انتظاميې په …
اترپردیش، د بی جے پی حکومت د مظفر نګر زندان په تاريخي جومات كښې په مونځ بنديز ولګولو
لکھنو۔16اګست(اے پی پی) په هندي ايالت اترپردېش كښې د بي جے پي حكومت د مظفر نګر ډسټركټ جېل كمپلېكس دننه په يو تاريخي جومات كښې د مسلمانانو په داخلېدو او مونځ كولو بندېز لګولے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې په برطانېي حكومت كښې په 1838 كښې جوړ شوے دا جومات د يوې پېړۍ څخه زياتې مودې لپاره د ځايي مسلمانانو د عبادت ځاے پاتې شوے۔ د زندان انتظاميې په اوسني بندېز د مسلمانانو جومات ته تلل ناممكن كړي چې له امله يۍ په مسلمانانو كښې زيات غم او غصه ليدلې شي۔ يو ځايي وګړي رفيع ووئيل چې زه جېلر جومات ته د تللو څخه منع كړے يم او په جومات كښې يۍ د مونځ په ادا كولو د بندېز لګولو امر كړے۔ يو بل وګړي ووئيل زمونږ كورنۍ څو نسلونو څخه دلته مونځ ادا كړے خو اوس دا جومات بند كړے شوے او دا زمونږ سره سخته ناانصافي ده











