مقبوضه بېت المقدس 15 اګست (اے پي پي) د مقبوضه بېت المقدس په لويديزه غاړه نابلس ښار كښې د كډوالو په كېمپ د اسرائيل په فضائي بريد كښې دوه فلسطينيان شهيدان او اووه ژوبل شوي۔ د فرانس خبري اژانس اے اېف پي له مخې د فلسطين د صحت وزارت ووئيل د اسرائيل پوځ د زيارت په ورځ په فضائي بريد كښې د نابلس ښار كښې د كډوالو بلاطة كېمپ په …
اسرائيل په مقبوضه لويديزه غاړه (نابلس) فضائي بريد٬ دوه فلسطينيان شهيدان ٬ اووه ژوبل
مقبوضه بېت المقدس 15 اګست (اے پي پي) د مقبوضه بېت المقدس په لويديزه غاړه نابلس ښار كښې د كډوالو په كېمپ د اسرائيل په فضائي بريد كښې دوه فلسطينيان شهيدان او اووه ژوبل شوي۔ د فرانس خبري اژانس اے اېف پي له مخې د فلسطين د صحت وزارت ووئيل د اسرائيل پوځ د زيارت په ورځ په فضائي بريد كښې د نابلس ښار كښې د كډوالو بلاطة كېمپ په نخښه كړو چې په نتيجه كښې ئې دوه فلسطينيان شهيدان او 7 ژوبل شول۔ د فلسطين سرکاري خبرې اژانس وفا ووئيل د زيارت په ورځ په بلاطة بريد كښې په ژوبل شوو كښې يوه مېرمن او يو ماشوم هم شامل دے٬ د فلسطين د سركاري شمېرو له مخې په لويديزه غاړه كښې د اسرائيلي ځواكونو او د يهودي آبادكارو په بريدونو كښې لږ تر لږه 632 فلسطينيان شهيدان شوې دي۔











