واشنګټن 15 اګست (اے پي پي) د پاکستان آزادۍ ورځ په موقع په واشنګټن كښې د پاکستان په سفارت خانه كښې دستوره وشوه،چې پكښې د پاکستان بيرغ هسك كړے شو۔د سفارتخانې په انګڼ كښې قامي سرود وغږولے شو ٬ په دې مهال د پاکستان ناظم الامور فریحه بګټي د پاکستان بيرغ هسك كړو۔ دستوره كښې ګڼ شمير پاکستانيانو ګډون وكړو۔په دې موقع د صدر آصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز …
واشنګټن كښې د پاکستان په سفارت خانه كښې د آزادۍ ورځ دستوره ، ناظم الامور فریحه بګټي د پاکستان بيرغ هسك كړو
واشنګټن 15 اګست (اے پي پي) د پاکستان آزادۍ ورځ په موقع په واشنګټن كښې د پاکستان په سفارت خانه كښې دستوره وشوه،چې پكښې د پاکستان بيرغ هسك كړے شو۔د سفارتخانې په انګڼ كښې قامي سرود وغږولے شو ٬ په دې مهال د پاکستان ناظم الامور فریحه بګټي د پاکستان بيرغ هسك كړو۔ دستوره كښې ګڼ شمير پاکستانيانو ګډون وكړو۔په دې موقع د صدر آصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف خصوصي پیغامونه واورولې شول۔په خپلو پیغامونو كښې صدر او وزیراعظم د يو آزاد هېواد لپاره د قام د مشرانو او د تحریك پاکستان د اتلانو قربانيو او هلو ځلو ته پيزوئنې وړاندې كړې۔په دې موقع د پاکستان ناظم الامور ډاكټر فریحه بګټي د سفارتخانې افسرانو او نورو ميلمنو سره د آزادۍ ورځ په مناسبت سره كيك پرې كړو۔











