د مسجد نبويۖ امام او خطيب الشېخ ډاکټر صلاح بن محمد البدير مدينه منوره ته ستون شو

لاهور 14 اګست (اے پي پي) د مسجد نبويۖ امام او خطيب الشېخ ډاکټر صلاح بن محمد البدير خپله اووه ورځنۍ د خېرسګالۍ دورې بشپړولو نه د شورو په ورځ مدينه منوره ته بېرته ستونشوې۔ د لاهور په ايئرپورټ د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن، د پنجاب اسمبلۍ سپيکر ملك احمد خان، حافظ طاهر اشرفي او د سعودي سفير نواف سعيد المالکي ګران مېلمه ته مخه ښه ووئيل۔ …

لاهور 14 اګست (اے پي پي) د مسجد نبويۖ امام او خطيب الشېخ ډاکټر صلاح بن محمد البدير خپله اووه ورځنۍ د خېرسګالۍ دورې بشپړولو نه د شورو په ورځ مدينه منوره ته بېرته ستونشوې۔ د لاهور په ايئرپورټ د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن، د پنجاب اسمبلۍ سپيکر ملك احمد خان، حافظ طاهر اشرفي او د سعودي سفير نواف سعيد المالکي ګران مېلمه ته مخه ښه ووئيل۔ په دې موقع ګران مېلمه په پاکستان كښې د قيام په مهال د اولس الحرمين الشريفين سره په مينه او عقيدت مننه كولو سره ووئيل چې دلته ترلاسه شوې مينه او احترام د هېرېدو نه دې۔ د يادونې وړ ده چې د پاكستان دورې په مهال د مسجد نبويۖ امام او خطيب د پاكستان صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم محمد شهباز شريف، آرمي چيف جنرل عاصم منير، سپيکر سردار اياز صادق، چيئرمېن سينيټ سيد يوسف رضا ګيلاني، د پنجاب ګورنر سردار سليم حيدر خان، د پنجاب وزير اعليٰ مريم نواز شريف، مولانا فضل الرحمن او يو شمېر اعلٰې شخصياتو سره ملاقاتونه كړي