دبئۍ 13 اګست (اے پي پي) غزه كښې د تېر كال اكتوبر راهسې د اسرائيلي پوځ په كاروائيو كښې تر اوسه 477 سکولونه په نخښه كړې شوي۔ د تاس له مخې د ملګرو ملتونو ختيز او د مېنځني فلسطين كډوالو لپاره د ريليف اينډ ورکس ايجنسۍ (يو اېن آر ډبليو اے) خپل رپورټ كښې وئيلي دي د لسو مياشتو نه زياتې مودې راهسې په روان جنګ كښې د غزه په …
اسرائيلي پوځ په غزه كښې 477 سکولونه په بريدونو كښې په نخښه كړي۔ ملګري ملتونه
دبئۍ 13 اګست (اے پي پي) غزه كښې د تېر كال اكتوبر راهسې د اسرائيلي پوځ په كاروائيو كښې تر اوسه 477 سکولونه په نخښه كړې شوي۔ د تاس له مخې د ملګرو ملتونو ختيز او د مېنځني فلسطين كډوالو لپاره د ريليف اينډ ورکس ايجنسۍ (يو اېن آر ډبليو اے) خپل رپورټ كښې وئيلي دي د لسو مياشتو نه زياتې مودې راهسې په روان جنګ كښې د غزه په 564 سكولونو د لږ نه لږ 477 بريدونه شوي چې په نتيجه كښې ئې د 344 سكولونو ودانۍ نېغ په نېغه ځپلې شوي او نورو 133 سكولونو ته زيان رسېدلے٬ چې پكښې 264 سرکاري سکولونه، د ملګرو ملتونو ختيز او د مېنځني فلسطين كډوالو لپاره د ريليف اينډ ورکس ايجنسۍ (يو اېن آر ډبليو اے) 156 سکولونه او 57 نجي سکولونه شامل دي۔ د يو اېن آر ډبليو اے د فلسطين سول ډيفنس رپور ټس په حواله وئيلي دي د اکتوبر كال 2023 څخه د بې كوره كسانو د پناه ځايونو په توګه كارېدونكې نزدې 180 سكولونه په اسرائيلي بريدونو كښې نېغ په نېغه په نخښه كړې شوي۔ د يادونې وړ ده په لسم اګست د اسرائيل فضائيه په الطبعين سكول د ميزائل د بريد كړے چې پكښې د غزه د سول ډيفنس سروس له مخې د 11 كوچنيانو او 6 مېرمنو پشمول نزدې 93 كسان شهيدان شوي دي۔











