د غزه په سكول كښې د بې كوره فلسطينيانو په پناه ګاه اسرائيلي بريد د غندنې وړ دے ٬ اسرائيل د سلامتي كونسل د قرارداد پرله پسې خلاف ورزي كوي٬ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔13 اګست(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش د غزه په يو سكول كښې د بې كوره كړې شويو فلسطيني وګړو په پناه ګاه د شوي اسرائيلي بريد غندنه كولو سره وئيلي دي چې اسرائيل د سلامتي كونسل د قرارداد پرله پسې خلاف ورزي كوي۔ د عمومي سېكتر دوهم وياند فرحان عزيز حق په خپل بيان كښې وئيلي چې عمومي سېكتر په دې خبره ډېر …

ملګري ملتونه ۔13 اګست(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش د غزه په يو سكول كښې د بې كوره كړې شويو فلسطيني وګړو په پناه ګاه د شوي اسرائيلي بريد غندنه كولو سره وئيلي دي چې اسرائيل د سلامتي كونسل د قرارداد پرله پسې خلاف ورزي كوي۔ د عمومي سېكتر دوهم وياند فرحان عزيز حق په خپل بيان كښې وئيلي چې عمومي سېكتر په دې خبره ډېر مايوسه شوې چې اسرائيل د سلامتي كونسل د قرارداد 2735 (2024) پرله پسې خلاف ورزي كوي او ددې په كوم هم شق يۍ عمل نه دے كړے۔ فرحان حق عزیز ووئيل د يو اېن عمومي سېكتر د امریکا، مصر او قطر لارښودو سيمه ييز امن لپاره د ثالثۍ هڅو هركلې كوي او د شخړې په حقيقي فريقو زور راوړي چې هغوي دې په مذاكرتي عمل كښې يو وارې بيا شاملېدو سره د جنګ بندۍ او د يرغمل شويو خوشې كولو په لوظنامه عمل وكړي۔ ده ووئيل انتونیو ګوترېش فريقېن څخه د فوري جنګ بندۍ او د يرغمل شويو په غېر مشروط توګه د خوشې كولو اپيل كړے دے دغسې چې دغزه او د دې پورې غاړه وګړو تحفظ او د دوئي پرله پسې بشري مرسته باوري كړې شي۔