د پاكستان د آزادۍ ورځې په لړ كښې ورلډ ټريډ سنټر كښې دستوره ٬ د 10 زره كسانو ګډون ٬ لوبغاړو او نوموړو شخصياتو ته اعزازونه وركړے شول

دبئی۔12اګست(اے پی پی) د پاكستان د آزادۍ ورځې په لړ كښې د دبۍ په ورلډ ټريډ سنټر كښې د’’امارات لوز پاکستان‘‘ تر اهتمام لاندې دستوره كښې 10 زره نه زياتو كسانو ګډون وكړو۔ د متحدہ عرب امارات د نیوز ایجنسی وام له مخې د متحده عرب امارات د روادارۍ او شريكې بقاﺀ وزير شېخ نهيان بن مبارك النهيان د پاكستان سفير فيصل نياز ترمذي ٬ يو شمېر معززينو او سفارت …

دبئی۔12اګست(اے پی پی) د پاكستان د آزادۍ ورځې په لړ كښې د دبۍ په ورلډ ټريډ سنټر كښې د’’امارات لوز پاکستان‘‘ تر اهتمام لاندې دستوره كښې 10 زره نه زياتو كسانو ګډون وكړو۔ د متحدہ عرب امارات د نیوز ایجنسی وام له مخې د متحده عرب امارات د روادارۍ او شريكې بقاﺀ وزير شېخ نهيان بن مبارك النهيان د پاكستان سفير فيصل نياز ترمذي ٬ يو شمېر معززينو او سفارت كارو سره په ګډه د پاكستان د 77 مې آزادۍ ورځې په اړه راجوړې كړې دستوره كښې ګډون وكړو۔ په دې موقعه شېخ نهيان بن مبارك النهيان د متحده عرب امارات او پاكستان ترمينځه ژورې اړيكې په ډاګه كولو سره دې ته د لا ودې وركولو او د دې لا پياوړې كولو په حاجت زور راوړو۔ شېخ نهیان بن مبارک آل نهیان ګډون كوؤنكو ته ووئيل ستاسو د هېواد د 77 مې آزادۍ ورځې په دې خاص موقع مونږ په متحده عرب امارات كښې د پاكستان اولس سره په ګډه د خپلو هېوادونو ٬ سيمې او نړۍ له د نېكو هيلو څرګندونه كوؤ۔ په دې دستوره كښې د پاكستان كلتور وښودلې شو۔ په دې موقع د متحده عرب امارات د سركاري ميډيا آفس ډپټي چيئرپرسن عاليه الحمادي ووئيل دا دستوره د متحده عرب امارات او اسلامي جمهوريه پاكستان ترمينځه د ژورو اړيكو او ستراتيجيكي همكارۍ عكاسي كوي۔ په يوه خصوصي دستوره كښې شېخ نهيان بن مبارك النهيان په بېلو څانګو كښې د غوره خذمات په ترسره كولو نوموړو پاكستانو شخصياتو ته اعزازونه وركړل۔ په دغو شخصياتو كښې د پاکستان اېسوسی اېشن دبئی صدر ډاکټر فېصل اکرام ٬ ډاكټر يارجن عبد الصمد ٬ د كريم شريك مؤسس مدثر شېخه ٬ د نور(اېن او آر آر) صدر او ډیزائن ډائرېکټر یحییٰ جان ٬ كوه پېما نائله کیانی ٬ کرکټ لېجنډ شاهد آفریدې٬ سکواش چېمپئن جهانګیر خان او هاکی سټار شهباز احمد شامل وو۔ متحده عرب امارات او پاكستان ترمينځه پخوانۍ ستراتيجيكي او اقتصادي اړيكې لري۔ متحده عرب امارات په كال 1971 كښې د جوړېدو وخت څخه د پاكستان په پرمختګ كښې همكار پاتي شوے۔ په دې همكارۍ كښې سرمايه كاري شامله ده په كومه كښې چې عرب امارات په دې وروستيو كښې پاكستان كښې ځينې څانګو له د 10 بلين امريكائي ډالر بېل كړې دي