مکه مکرمه۔11 اګست (اے پی پی) د سعودي عربستان د اسلامي چارو ٬ دعوت او لارښودنې وزير شيخ ډاكټر عبد اللطيف بن عبد العزيز آل شېخ په مسجد الحرام مکه مکرمه كښې د کنګ عبدالعزیز نړيوالې مقابله حسن قرات و تحفیظ او تفیسر قرآن 44 مې ایډیشن فائنل کوالیفائرز پېل كړو۔ د اېس پي اے له مخې د اسلامي چارو وزير لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي …
په مكه مكرمه كښې د حسن قرات كنګ عبد العزيز نړيواله مقابله پيل شوه
مکه مکرمه۔11 اګست (اے پی پی) د سعودي عربستان د اسلامي چارو ٬ دعوت او لارښودنې وزير شيخ ډاكټر عبد اللطيف بن عبد العزيز آل شېخ په مسجد الحرام مکه مکرمه كښې د کنګ عبدالعزیز نړيوالې مقابله حسن قرات و تحفیظ او تفیسر قرآن 44 مې ایډیشن فائنل کوالیفائرز پېل كړو۔ د اېس پي اے له مخې د اسلامي چارو وزير لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د روان كال په مهال سعودي عربستان ٬ اردن ٬ پاكستان او مالي څخه د علم او تجربې لرونكو شخصياتو يوه ډله د جج په توګه نومولې شوې ده۔ ده ووئيل فاتحینو ته به په مجموعي توګه د 40 لكه ريال او ټولو ګډون كوؤنكو ته به په مجموعي توګه د 10 لكه ريال انعامونه وركولې شي۔ شېخ ډاکټر عبداللطیف بن عبدالعزیز ووئيل په كال 1978 كښې د دې مقابلې پېل څخه وروستو سږ كال تر ټولو زيات ګډون كوؤنكي رامخې ته شوي دي۔ ده ووئيل د مقابلې اختتامي دستوره به په مسجد الحرام كښې كولې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې ګډون كوؤنكو لپاره 5 زمرې اېښودلې شوي دي۔ په اولنۍ زمره كښې به هغه حافظان وي كوم چې حفظ سره س ره د تجويد او اوو قراتونو مهارت هم لري۔ په مقابله كښې اولني پوزيشن ترلاسه كوؤنكي ته به 1 لاک 70 زر او يو لاك 60 زره ريال وركولې شي۔ مقابله كښې د نورو نوعيتونو فاتحينو لپاره هم نغد انعامونه اېښودلې شوي دي د كومو ماليت به چې يو نيم لك څخه تر 45 زره رياله ماليت وي۔











