د سعودی عربستان لخوا په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره د هڅو هركلې

ریاض۔10اګست (اے پی پی) سعودی عربستان د امريكا ٬ مصر او قطر لخوا اسرائيل او فلسطين ته د اګست په 15 مه نېټه په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره د مذاكراتو يو وارې بيا پېلو كولو بلنې هركلې كړې دې۔ د اېس پي اے له مخې سعودي خارجه وزارت په خپل بيان كښې جنګ بندۍ ته رسېدو او په غزه كښې د ناوړه بشري وضعې مخنيوي په لړ كښې د …

ریاض۔10اګست (اے پی پی) سعودی عربستان د امريكا ٬ مصر او قطر لخوا اسرائيل او فلسطين ته د اګست په 15 مه نېټه په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره د مذاكراتو يو وارې بيا پېلو كولو بلنې هركلې كړې دې۔ د اېس پي اے له مخې سعودي خارجه وزارت په خپل بيان كښې جنګ بندۍ ته رسېدو او په غزه كښې د ناوړه بشري وضعې مخنيوي په لړ كښې د امريكائي صدر جو بائيډن ٬ مصري صدر عبد الفتاح السيسي او د قطر امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني هڅو لپاره د خپل بشپړه ملاتړ پخلے كړے دے۔ مملکت د جنګ بندولو ٬ د مصيبتونو ختمولو ٬ د وګړو د تحفظ ٬ د اسرائيلي قبضې ختمولو او فلسطيني اولس ته د هغوي جائز حقونه وركولو له د وړاندې تللو په حاجت زور راوړے دے۔ دا خبره دې ياده وي چې دا د امريكا ٬ قطر او مصر لخوا لس مياشتو څخه په روان جنګ كښې په دويم ځل د جنګ بندۍ هڅه ده۔ د اسرائیلی وزیراعظم نېتن یاهو دفتر وئيلي چې اسرائيل به په 15 اګست يوه مذاكراتي ډله متفقه ځايې ته لېږي دغسې چې په لوظنامه د عمل درآمد تفصيلات وضعه كړې شي۔