ټوكيو 08 اګست (اے پي پي)د جاپان د سوئېلي لوېديزې ميازاكي ولايت په سمندر كښې د 7.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي٬د زلزلې له امله د سونامي خبردارے جاري كړے شو۔د جاپان موسمياتي ايجنسۍ لخوا جاري شوي بيان له مخې د هېواد د سوئېلي لوېديزې ميازاكي ولايت په سمندر كښې د ځايې وخت له مخې د زيارت په ورځ مازيګر څلور بجې او 43 دقيقې باندې د 7.1 زلزلې جړقونه …
جاپان كښې د 7.1 شدت زلزله٬د سونامي خبردارے جاري كړے شو
ټوكيو 08 اګست (اے پي پي)د جاپان د سوئېلي لوېديزې ميازاكي ولايت په سمندر كښې د 7.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي٬د زلزلې له امله د سونامي خبردارے جاري كړے شو۔د جاپان موسمياتي ايجنسۍ لخوا جاري شوي بيان له مخې د هېواد د سوئېلي لوېديزې ميازاكي ولايت په سمندر كښې د ځايې وخت له مخې د زيارت په ورځ مازيګر څلور بجې او 43 دقيقې باندې د 7.1 زلزلې جړقونه محسوس شول ۔د زلزلې ژورتيا 30 كلوميټر په زمكه كښې ژوره وه۔په زلزله كښې د كوم ځاني او مالي زيان په اړه په سمسدتي توګه كوم اطلاعات نه دي ترلاسه شوي۔د موسمياتي چارواكو په كوچي او ميازا ولايتونو كښې د سونامي وارننګ جاري كړے دے











